Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عزیزي: روسي شرکتونه افغانستان کې پانګونه کوي

عزیزي: روسي شرکتونه افغانستان کې پانګونه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/08

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدین عزیزي له شمشاد سره په مرکه ویلي،، له ۸۰ هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پيل او پراخ شوې چې هند، پاکستان او چین په کې د عمده شريکانو په توګه مطرح دي او دغه راز د منځنۍ اسيا له هېوادونو سربېره، روسيې سره هم د سوداګرۍ د ګراف لوړولو لپاره کوټلي ګامونه پورته شوي.

عزیزي وایي، افغانستان پر صنعتي هېواد د بدلېدو وړتیا لري او دمګړۍ په هېواد کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې.

عزیزي روسیې ته خپل وروستی سفر چې د اسلامي نړۍ په څوارلسمې نړيوالې مجمع کې يې د ګډون لپاره کړی و، له لاسته راوړنو ډک بولي او زياتوي چې د ياد سفر په لړ کې يې د روسيې پنځو شرکتونه په نږدې راتلونکي کې د کرنې، کانونو او نفتو استخراج په ګډون بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتو کړي.

عزیزي وايي: « هغوی دې ته لېوالتیا وښوده چې روسي شرکتونه په افغانستان د کانونو، کرنې او ځېني نورو برخو کې پانګونه وکړي. نږدې پنځو شرکتونو سره موږ په مستقیم ډول خبرې اترې وکړې چې له دې ډلې یو شرکت د کرنې په برخه کې غواړي پانګونه وکړي، کاماز شرکت چې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې اوږده تاریخچه لري او پانګونه یې کوله اوس هم غواړي دلته پانګونه وکړي، همداراز د افغانستان د نفتو او تېلو د استخراج په برخه کې غواړي ځېنې برنامې ولري.»

عزیزي زیاتوي، د افغان سوداګرو د ویزې ستونزې یې تر ډېره حل کړي او په تېرو نږدې درېيو کلونو کې د صادارتو اندازه هم دوه برابره زیاته شوې.

نوموړی د نیوکې په توګه وایي، نړيوالو پر خصوصي سکټور محدویتونه لګولي او له امله یې یاد سکټور سخت زیانمن شوی.

عزيزي غوښتنه کوي، چې د سوداګرۍ پراختيا لپاره دې ياد بندیزونه لرې او له افغانستان سره دې همکاري زیاته شي.

هغه زیاته کړې: « دا حقیقت دی چې پر موږ محدویتونه ډېر دي او زموږ خصوصي سکټورونه له سختو بانکي محدودیتونو سره مخ دي.»

نورالدین عزیزي د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه د يوې پوښتې په ځواب کې وایي، سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې حکومت پر رسمیت وپېژني او پرې د فشار راوړلو روش بدل کړي.

عزیزي زیاتوي: « الحمدالله په ټولو برخو کې د افغانستان حکومت یو واقعي حکومت دی، د خلکو حکومت دی، د الهي عدل حکومت دی او موږ د اسلامي امارت د رهبر او نورو مسوولینو له لوري چمتو یو او نورې پرېکړې خپلې هغوی ته پرېږدو چې هغوی څه کوي. زما هیله دا ده چې د دې پر ځای چې سلیقوي چلن وکړي باید ټوله نړۍ د افغانستان د ملت لاسنیوی وکړي او د افغانستان له خصوصي سکټور سره مرستې وکړي، موږ او تاسې یو بل ته لاس ورکړو او افغانستان له دغه انزوا او دې وضعیته راوباسو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د مرکې په یوې برخه کې وایي، پاکستان د افغانستان باروړونکو لاريو ته د تګ راتګ يو کلن اسناد ورکړي او په دې توګه ياد هېواد ته ازادانه انتقالات کولی شي.

نوموړی له پاکستان غواړي، چې سیاسي مسایل له سوداګرۍ سره ونه تړي چې له امله یې د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته ستر زیان اوړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي
اقتصاد

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist