• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوړو نړیوال پروګرام : افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ کافي خوړو ته لاسرسی نه لري

کارپوهان: د هېواد اقتصادي ستونزو هواري لپاره دې له ګاونډیو سره اقتصادي اړیکې پیاوړې شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/08

په داسې حال کې چې سرپرست حکومت له هېوادونو سره د سياسي اړيکو پر لرلو ټينګار کړی، ترڅنګ يې له ګاونډيو هېوادونو سره هم د سوداګرۍ په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو هڅه کړې.

په همدې موخه هرات کې د افغانستان او ترکمنستان شرکتونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ په موخه ۱۳ قراردادونه لاسليک شوي او کارپوهان يې له ترکمنستان سره د اړيکو په پياوړي کولو کې مثبت ګام يادوي.

دوی په دې باور دي، که د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې شي؛ دا به د سیمي د هېوادونو پر اقتصادي حالت هم مثبته اغېزه ولري.

د اقتصادي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي: « افغانستان چې له هر هېواد سره سیاسي او اقتصادي اړیکې  ولري؛ د افغانستان په ګټه ده او د مقابل لوري په ګټه هم ده، په ځانګړې توګه ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، ایران او پاکستان سره. ترکمنستان د انرژۍ خاوند یو بې غرضه هېواد دی، هېڅکله یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې؛ نو که افغانستان او ترکمنستان ښې اقتصادي اړیکې ولري دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.»    

ځېنې نور بیا، په هرات کې له ترکمنستاني سوداګرو سره لاسليک شویو تړونونو ته په اشارې وايي، دا ډول تړونونه به تر ډېره بریده د افغانانو اقتصادي ستونزې هم راکمې او بې روزګاره ځوانانو ته به کارې فرصتونه برابر کړي.

د اقتصادې چارو کارپوه محمد شاکر یعقوبې وايي: « د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د اوږد مهال لپاره د کاري فرصتونو پروژې ګټورې تمامېدای شي؛ خو په لنډمهال او بېړني ډول شونې نه ده چې یوه ښه پایله ورکړي او د بې کارۍ د کموالي لامل شي. د افغانستان حکومت دې د یوې منظمې لارې د بې‌روزګارۍ له دغه ناوړه وضعیت د له منځه وړلو په موخه، بې روزګارانو ته د کار زمینه برابر کړي.»

د اقتصادي چارو کارپوه محمد یونس ځدراڼ وايي: « زموږ هېواد د ګاونديو او نړۍ نورو هېوادونو سره لا زیاتو تړونونو ته اړتیا لري او اقتصادي اړیکې نورې هم باید پیاوړې شي، لا زیات تړونونه رامنځته شي، ځکه ځوانان مو بې کاره دي، اقتصاد مو په خپلو پښو نه دی ولاړ؛ نو د اقتصادي اړیکو په پراختیا سره به ځوانان هم په کار شي او اقتصاد به هم په پښو ودرېږي.»

په ټوله کې نیوکې دا دي، چي د سرپرست حکومت له واکمنېدو سره په هېواد کې خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او غوښتنه کوي، چي سرپرست حکومت دې پر لویو پروژو کارونه پیل کړي، څو بې روزګاره ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي
اقتصاد

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist