واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د نجونو پر ثانوي او لوړو زدکړو لګېدلي بندیزونه هغه څه دي، چې له شاوخوا دوه نیمو کلونو راهیسې لا هم ورته معقوله لاره چاره نه ده موندل شوې.
دا چې نوي تعليمي کال ته لږ وخت پاتې دی، له زدهکړو راګرځول شوې نجونې یو ځل بیا له سرپرست حکومته غواړي، چې د دوی پر مخ د ښوونځیو بندې دروازې پرانیزي.
د ښوونځي زده کوونکې مروه هاشمي وايي: « له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې د ښځو او نجونو پرمخ د کار او زده کړو دروازې پرانیزي او د زده کړو پروسې د له منځه تللو مخه ونیسي، ځکه ټولې ښځې او نجونې له سختو اندېښنو او ستونزو سره مخ دي. موږ د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو څخه خپل حق غواړو.»
له دې سره سم د ښځو حقونو یو شمېر فعالانې د هېواد په تعلیمي سیسټم کې د نجونو د زدهکړو دغه ځنډ او خنډ د هېواد راتلونکي لپاره نه جبرانېدونکې زیان ګڼي.
دوی هم له سرپرست حکومته غواړي چې په دې برخه کې د افغان نجونو او نړیوالې ټولنې پرله پسې غوښتنې ومني او دغه مساله دې له دې زياته نه اوږدوي.
د ښځو دحقونو فعاله ثریا پیکان وايي: « په افغانستان کې د بشر او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو په تړاو دې یو واحد لیدلوری ولټول شي، څو په هېواد کې ښځو ته خپل حقونه ورکړل شي او په دې برخه کې شته ستونزې هوارې شي.»
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي هم له نړۍ سره د تعامل او رسمیت پېژندنې په مساله کې د نجونو او ښځو د کار او زدهکړو مساله حیاتي ګڼي.
دوی وايي، که چېري سرپرست حکومت په راتلونکې کې له نړیوالې ټولنې سره د تعامل په لټه وي، نو باید د افغانانو هغه مشروع غوښتنې ومني چې نړۍ هم هر څو ورځې وروسته پرې ټینګار کوي.
د سیاسي چارو شنونکی عزيز معارج وايي: « که اسلامي امارت د بشر حقونو ته پاملرنه ونه کړي، د ښځو کار او نجونو ته د زده کړو اجازه ور نه کړي، کار اهل کار ته ونه سپارل او په هره برخه کې اصلاحات رانه وړي؛ نو ډېره سخته ده چې د ملګرو ملتونو سازمان چې دا مستقیم د غربي هېوادونو اغېز دی او همدې غربي هېوادونو طالبان په تور لېست کې شامل کړي او محودیتونه یې پرې وضع کړي دي؛ نو نشي کولی چې دوی دومره په سادګۍ اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.»
که څه هم سرپرست حکومت په بشپړ ډول د نجونو د زدهکړو بندیز خبره نه ده کړې؛ خو په داسې حال کې چې د نوي تعلیمي کال پیلېدو ته کم وخت پاتې دی، لا هم د نجونو د زدهکړو بیا پیل په تړاو سرپرست حکومت څه نه دي ویلي.