د پاکستان فبرورۍ ۸نېټې ټاکنې لانجمنې شوې دي او په دغو ټاکنو کې هېڅ سیاسي ګوند د حکومت پر ګټلو نه دی بریالی شوی.
ناکامو ګوندونو ټاکنې له درغلۍ او لاسوهنو ډکې بللې او اعتراضونه یې پیل کړي.
ځېنو ګوندونو خو ان د موازي حکومتونو د جوړېدو خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې تحمیلي حکومت ورته په هېڅ صورت د منلو نه دی.
د پاکستان په وروستۍ ټاکنو کې د دوو مذهبي ګوندونو مشران مولانا فضل الرحمان او مولانا سراج الحق ناکامه شوي، چې سراج الحق د خپل ګوند له مشرۍ استعفاء ورکړې ده.
په همدې حال کې بیا تحریک طالبان پاکستان د یوې اعلامیې په خپرولو سره مولانا فضل الرحمان او مولانا سراج الحق په دغه هېواد کې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره ګډې مبارزې ته رابللي او زیاته کړې یې ده، چې دغې موخې ته د رسېدو یوازینۍ لار ټاکنې نه؛ بلکې له دوی سره بیعت دی.
د سیاسي چارو شنونکي وايي، د پاکستان له ټاکنو راوتلی بحران او په دغه هېواد کې روان سیاسي ناورین که په سمه توګه مدیریت نه شي ، ښايي په دغه هېواد کې کورنۍ جګړې پیل شي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي:« د پاکستان وروستۍ ټاکنې له بده مرغه د یو شمېر سیاسي ګوندونو د ادعاوو پر بنسټ له درغلیو ډکې وې او د خلکو رایې غلا شوې دي، چې دې کار پاکستان له یوه بل ناورین سره مخ کړی دی. که د پاکستان اوسنی سرپرست حکومت ونه شي کولی چې په ټاکنو کې د شویو درغلیو له امله رامنځته شوی ناورین مدیریت کړي او خلک ارامه وساتي نو هلته به ناورین زور واخلي او ان د کورنۍ جګړې د پيل لامل به وګرځي.»
ځینې نور بیا وايي، په پاکستان کې واک له پوځ سره دی او ټاکنې په کې یوازې نړیوالو ته د ولسواکۍ تمثیل دی.
دوی وايي، پښتونخوا او بلوجستان د پاکستان په اوسنۍ جغرافیه کې هغه دوه صوبې دي چې له تېرو۷۰ کلونو راهیسې یې پوځ واک ته د رسېدو مخه نیولې.
د شنونکو په خبره، پاکستان غواړي یوازې دوه ګوندونه چې هغه د پنجاب او سیند سیمو سره تعلق لري واک ته ورسوي چې د دغه سیاست له امله یې تل سیمه او ګاونډي هېوادونه زیانمن شوي دي.
د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « په پاکستان کې ټاکنې هسې یو رنګ دی چې پوځ هڅه کوي د پاکستان دولت ته یې ورکړي او بیا نړۍ ته وښي چې دلته ولسواکي ده. د تاریخ په اوږدو کې دا څرګنده شوې چې واک له پوځ سره دی او بلوچستان او پښتونستان دوې هغه صوبې دي چې تل یې له قدرته اېستلې دي. په تېر کې هم د عمران خان په وخت کې کله چې د پښتونستان ځېنې ځوانان قدرت ته ورسېدل پوځ دا ونه شوه زغملی او دا دی ګورو چې د عمران خان برخلیک څه دی.»
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « کورني او بهرني تصمیمونه تر ډېره بریده د نظامیانو له لوري نیول کېږي او یو ځل بیا نظامیانو ثابته کړه چې د ولس رایه ارزښت نه لري، یو کمزوری او کاواکه حکومت چې په هغې کې نظرونه وېشل شوې دي، ګوندونه په کې وېشل شوې او په وېشلي ډول بریالي کېږي. سیند ایالت پاتې کېږي، د نواز شریف مسلم لیګ ګوند د پنجاب ایالت پاتې کېږي، بلوچستان وېشل کېږي او پېښور کې د عمران خان انصاف ګوند بریالی کېږي، چې دا هر څه خپله مرکزي حکومت کاواکه او کمزوری ښي او څرګندېږي چې د نظامي چارواکو لاسوهنې ته په کې زمینه برابرېږي، څو یو ځلې بیا پاکستان کې کمزروی او وېشلی حکومت رامنځته شي او دا په سیمه او افغانستان ناوړه اغېز درلودی شي.»
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي،په ولسواکو ټولنو کې ټاکنې یو اصل دی خو د پاکستان پوځ د خپل هېواد د ډیموکراټیکو اصولو خلاف سیاستونه مخ ته وړي، چې پایلې یې اوس د پاکستان په سیاسي بې ثباتۍ منتج شوي دي.
جامع وايي: « که څه هم ولسواکو ټولنو کې ټاکنې واک ته د رسېدو یوازینۍ او مشروع لاره ده خو پاکستان کې معضلې او سناریو د دې برعکس وې، د پاکستان پوځ لومړی په یوه سناریو کې عمران خان له واکه ګوښه کړ، هغه یې زندان ته واچوه، ګوند یې ورمنحل کړ او نواز شریف یې له لندنه راوغوښته، فضاء یې داسې جوړه کړه چې ګڼ ګوندونه باېلوونکي شي او دوه پنجابي ګوندونه چې پیپلز پارټي او مسلم لیګ نواز دی واک ته ورسېږي.»
د پاکستان په ټاکنو کې د زنداني عمران خان ګوند مخکښ دی او د عمومي اسمبلۍ ۹۳څوکۍ یې ګټلي، مسلیم لیک نواز او پیپلز پارټۍ بیا هغه دوه ګوندونه دي چې دویم او درېیم مقام لري چې له دې سره هېڅ ګوند دعمومۍ اسمبلۍ پنځوس جمع یو څوکۍ نه دي ګټلي.
اوسمهال د نواز شریف پر مشرۍ د مسلم لیګ ګوند او د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ پیپلز پارټۍ ګوند ترمنځ د مشارکتي حکومت پرجوړېدو خبرې رواني دي، چې لا یې پایله نه ده ورکړې.