Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان سوداګر: پاکستان په قصدي ډول د افغانستان تازه میوو موسم پر مهال لويې لارې بندوي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټرانزیټي لارو بندښت دواړو خواوو ته سوداګر اندېښمن کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/17

پاکستاني چارواکو د شنبې پر ورځ د بار وړونکو موټرو پر چلوونکو د پاسپورټ او وېزې له جبري کولو وروسته ياده لار د ټرانزېټ پر مخ وتړله.

له تورخم سربېره تازه د ډنډې پټان، غلام خان او انګورو اډې لارې هم تړل شوي او د کرښې دواړو خواوو ته پر توکو بار سلګونه موټر اېسار پاتې دي.

د پکتیا ولایت  د والي ویاند عبدالقدیر احمدي وايي:« له ۱۲ یا ۱۳ ورځو راپدېخوا د پاکستان خوا ته د قومونو جګړې له امله د خرلاچي لاره د مسافرو پر مخ تړل شوې او یوازې لویو موټرو ته کله کله اجازه ورکول کېږي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، د يادو لارو د بندښت له امله دواړو خواوو ته سوداګرو ميليونونه ډالرو په ارزښت زيانمن شوي او په خبره یې د خلاصون لپاره يې هڅو تر دې مهاله پايله نه ده ورکړې.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند جان اقا نوید وايي:« موږ حکومت ته هم ویلي او پاکستان ته مو هم ویلي، ځکه چې موږ د افغانستان او پاکستان ګډه خونه لرو.  د هغوی له خوا هم اقدامات ترسره شوي دي او ورته ویلي یې دي چې ژر تر ژره ورته یوه لاره پیدا کړئ او دا لاره خوشې کړئ ترڅو زموږ سوداګریز توکي افغانستان ته راشي او له دې خوا هم صادرات وشي. وبه یې ګورو چې څه پایلې ته رسېږو.»  

خو دا چې له پاکستاني چارواکو سره د ټرانزيټي لارو د بېرته خلاصېدو په اړه بحثونه کوم ځای ته رسېدلي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت يې په اړه مالومات نه ورکوي.

خو د  اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي که د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې ستونزې حل نه‌شي سوداګرو ته به په میلیونونه ډالر زیان واوړي.

د اقتصادي چارو شنونکی محب الله شریف وايي:« لاره د افغاني ترانزیټ پر وړاندې تړل شوې او ان داسې هم اوریدل کېږي چې ناروغانو ته هم اجازه نه ورکول کېږي. په مسلسل ډول د افغانستان کمېسار له پاکستاني لوري سره خبرې کړي. د خبرونو له مخې، تر اوسه پورې یې کومه پایله نه ده ورکړې. داسې مالومېږي چې دغه بندیز به لاهم داسې روان وي. دا چې ولې دا تروازه بار بار تړل کېږي او هېڅ وخت دې ته یوه داسې تګلاره چمتو نه شوه چې نور دا چاره تکرار نه شي.»  

که څه هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، له پاکستاني لوري سره د ستونزې د حل لپاره پر خبرو بوخت دي، خو د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي د پاکستان لنډمهالي حکومت له دې وروسته له افغانستان سره پر ټولو لارو د «یو سند رژیم» پلی کوي.

جان اڅکزي ویلي، پر ویزې تګ راتګ د پاکستان د ملي امنیت مساله ده او زیاته کړې یې ده، چې دا پرېکړه په هره بیه او د هرې قربانۍ په بدل کې پلې کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist