Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملا برادر د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال او سوداګرۍ وزیر او ملي پلاوي سره کتلي

ملا برادر: هېواد کې د اقتصادي پروژو تطبيق چارې چټکې شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/03

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د کابل- کندهار پر لويه لار د یوه جامع جومات د جوړولو ډبره کېښوده.

برادر په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې وايي، په داسې حال کې چې اقتصادي وضعيت لا هم نه دی سم شوی، خو پر دې سربېره حکومت د پراختيايي پروژو د تطبيق لړۍ چټکه کړې.

د برادر په خبره، دا مهال د هېواد په ټولو ولايتونو کې د حکومت پر مالي ملاتړ ګڼ شمېر لويې او وړې پروژې د تطبيق په حال کې دي.

هغه زیاته کړه:« که وګورو څومره د پروژو پرانېستل چې په افغانستان شوي، یقیقنا زما پر لاس چې په کابل او شاوخوا ولایتونو کې شوي ۲۰۰ پروژې پرانېستل شوي. سره له دې چې زموږ هغه شان اقتصاد نه دی، لکه د یوه جوړ هېواد.»

برادر ډاډ ورکوي د حکومت له لوري د اقتصادي پياوړتيا هېڅې دوام لري او په خبره يې په يادو هڅو کې يې د ټولو ولايتونو ترمنځ انډول په پام کې نيولی دی.

د ټولګټو چارو وزارت چارواکي بيا وايي، د اسلامي امارت د مشر له حکم سره سم پر ټولو لويو لارو جوماتونه جوړوي او په همدې لړ کې يې تازه د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د لوی جامع جومات د جوړولو ډبره کېښوده، چې ۵.۳۴ ميليون افغانۍ لګښت پرې راځي.

د ټولګټو چارو سرپرست محمد عیسی ثاني وايي:« د امیر المومنین په امر سره په ټول افغانستان کې ۷۵ جوماتونه جوړېږي. دا پر ولایتونو باندې وېشل شوي، یوازې په کندهار ولایت کې درې جوماتونه جوړېږي. یو دا دی چې نن یې موږ افتتاح کوو.»

هغه وايي، په لنډ وخت کې به د هېواد پر نورو لويو لارو هم دې ته ورته د جامع جوماتونو د جوړولو چارې پيل شي .

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist