Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د احصایې او مالوماتو ملي اداره: تېره میاشت د څه باندې ۲۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصایې او مالوماتو ملي اداره: تېره میاشت د څه باندې ۲۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/20

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې هېواد ته د وارداتو او دغه راز بهر ته د افغاني توکو د صادراتو په اړه تحليلي راپور خپور کړی دی.

راپور کې ویل شوي، د روان ۱۴۰۲ کال په لړم میاشت کې بهر ته د ۲۲۷.۱‍ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي.

دغه راز راپور کې ویل شوي، د صادراتو ترڅنګ روان کال تر دې مهاله د وارداتو کچه هم۱۱۳۸.۱   میلیونه ډالرو ته رسیدلې ده، چې دا اندازه بيا د تېر کال له وارداتو سره په پرتلې ۴۵۶.۶ میلیونه ډالره د کموالي تفاوت په ګوته کوي.

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافع وايي: « د احصايي او مالوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۲ کال د لړم د میاشتې صادراتو او وارداتو ټولیز ارقام راټول کړي او تحلیل کړي یې دي، چې د همدې ارقامو پر بنسټ سږکال د لړم په میاشت کې ۲۲۷.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات ترسره شوې دي او د ۶۸۱.۴ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات ترسره شوې دي. صادرات تر ډېره بریده پاکستان، هند او چین هېوادونو ته ترسره شوي او واردات له پاکستان، متحده عرب اماراتو او ایران هېوادونو څخه ترسره شوې دي.»

د صنعت او سوداګرۍ وازارت ویاند اخند زاده عبدالسلام جواد بیا وایي، د افغانستان ډېری صادراتي اقلام د ډبرو سکاره، پنبه، اينجه او تخمونه ، وچه او تازه مېوه، غالۍ، زعفراڼ او نباتي بوټي دي چې پاکستان، ایران، ترکيې او چین ته صادر شوي دي.

جواد زیاته کړه: « زموږ زیاتره صادراتي توکي، د ډبرو سکاره، پنبه، اینجه، د اېنجې توخم، وچه او تازه مېوه، کرنیز توکي، غالۍ، زعفران او نباتي بوټي دي، چې پاکستان، هند، چین، متحده عرب امارتو، ایران او ترکیې ته صادر شوې دي او وارداتي توکي د پټرولو تیل، د ډيزلو تیل، پرزه جات، ماشینونه او خوارکي توکي دي، چې زیاتره له ایران، پاکستان، چین ، متحده عرب امارتو، ترکمنستان، قزاقستان، روسیې او ترکمنستان هېوادونو څخه وارد شوې دي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان په هېواد کې دننه د صنعتي توکو د معیاري پروسس لپاره د کارخونو، د کارګو او ریل پټلۍ جوړول او له ګاونډیو سره د ترانزیتي لارو پرسر د ستونزو حل د صادراتو په زیاتوالي کې مهم بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه محمدنبي افغان وايي: « په داخل کې زموږ د صنعتي توکو لپاره یا د معدنیاتو د پروسس لپاره دې د پروسس معیاري کارخونې جوړې شي او دا توکي دې په خپل نوم نورې نړۍ ته صادرشي، همداشان ریل پټلۍ او کارګو فعالول او منظمې لارې له ګاونډيانو سره جوړول، ځکه موږ ډېر د ګاونډيانو په تصرف کې یو، لارې مو پر دوی دي؛ نو د دې لپاره باید یو بشپړ میکانیزم او یوه تګلاره جوړه شي.»

د احصايې او مالوماتو ملي ادارې له لوري په خپاره شوي تحليلي راپور کې ویل شوي، چې تېر کال تر ټولو زیات صادرات پاکستان، هند، ترکيې او چین ته شوي او تر ټولو زیات توکي هم له پاکستان، ایران او متحده عرب اماراتو څخه وارد شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist