Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبداللطیف منصور: د کونړ پر سيند د اوبو بند جوړولو تابيا لرو

عبداللطیف منصور: د کونړ پر سيند د اوبو بند جوړولو تابيا لرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/07

له تېرو څو لسېزو راهېسې د کونړ سیند اوبه له يوه منظم حقوقي چوکاټ پرته پاکستان ته روانې دي او دغه هېواد ترې پر کرنې سربېره د برېښنا په توليد کې هم ګټه اخلي.

په دې اړه موده وړاندې د شمشاد د راپور له خپرېدو وروسته، د حکومت پام هم همدې مسئلې ته ور اوښتی او تازه د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور له شمشاد سره په یوه مرکه کې ویلي، د کونړ سينديزې حوزې د اوبو مهارولو په اړه يې تخنيکي سروې بشپړه کړې او په نږدې راتلونکې کې به دغلته د اوبو د بند جوړولو قرارداد له يوه ترکي شرکت سره لاسليک شي.

د منصور په خبره، د دې بند له جوړولو سره به د ګمبیري دښتې ۳۴ زره هکټاره شاړه ځمکه خړوبه او ۴۵ مېګاواټه برېښنا تولید شي.

منصور زیاتوي: « د کونړ پر سیند چې کوم بند جوړېږي، هغه په سوال نه جوړېږي، هېڅ امکان نه لري، که هر څوک ووايي زه دومره میلیارده پیسې درکوم بیا یې هم نه شي پوره کولی. موږ د یوه حکومت په ډول تېره ورځ هم پر دغه پروژه غور وکړ، د ګمبیري دښته چې هلته نږدې ۳۴ زره هټکاره ځمکه خړوبېږي او نږدې ۴۵ مېګاواټه برېښنا تولېدېږي، چې موږ یې مطالعات، سروې او نورې ټولې برخې بشپړې کړې دي. یوه ترکي کمپنۍ غواړي کار پرې وکړي او ان شاءالله جوړوو به یې، هېڅ ستونزه نشته، دا زموږ خپل حق دی.»

که څه هم د دغه بند د جوړېدو ټولییز لګښت لا نه دی مالوم، خو منصور وايي، د تمويل لپاره یې ډونر ته اړتیا نشته او هڅه کوې چې له خپلو داخلې سرچینونو په استفادې د کونړ پر سنديزې حوزې سربېره د ټولو حوزو اوبه مهار کړي.

منصور زیاتوي: « موږ چاته زیان نه رسوو. که موږ دلته له خپل حقه کار وانخېستلی شو نو دا خو بیا بده خبره ده. هېوادوال دې ډاډمن اوسي چې د ابو او انرژۍ وزارت ژمن دی چې کوم ځای کې زموږ وسه ورسېږي او هغه زموږ ملي پروژه وي؛ هلته کار پيلوو، هغه که کونړ وي، که بدخشان وي او که کجکي وي، که په غور کې وي او که په بادغیس کې، موږ په ټولو کار پيلوو.»

د اوبو له مهارولو ور هاخوا د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وایي، پاکستان په وروستۍ پرېکړې سره د افغان کډوالو د کوربه هېواد په توګه خپلې ټولې ښې کړنې په اوبو لاهو کړې.

د مصنور په خبره، له ياد هېواد څخه د افغان کډوالو جبري اېستل د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

هغه زیاته کړه: « موږ د دې خلکو له دغسې پرېکړې وېره لرو، چې دوی ولې دغسې پرېکړه وکړه، ځکه خدای مه کړه په دغو خلکو د پاکستان د مخالفینو برخه تقویه کېږي، دا مسله ډېر په ژور فکر اخېستل په کار دي، کډوال خو به اخر هم راځي دا یې وطن دی، دې کې شک نشته چې هلته به نه پاتې کېږي؛ خو کومه طریقه چې اوس اختیار شوې ده دا هېڅ چاته د منلو نه ده، دا نه اسلامیت ایجابوي نه یې افغانیت ایجابوي او نه یې ګاونډیتوب ایجابوي، نو زموږ هغوی ته دا توصیه ده چې تاسو ښه په ژور فکر دغې مسلې ته وګورئ، دې ته مه ګورئ چې ما د ورځې ۱۰۰۰ کډوال واېستل او یا مې ۱۰۰ زره کډوال واېستل،   و دې اېستل خو ډېر په سپکاوي دې ولېږل، بیا داسې مه وايئ چې موږ له افغانانو سره ډېرې ښېګڼې  وکړې، ځکه په اخره کې دې خپلې ټولې ښېګڼې په اوبو لاهو کړې.»

دا په داسې حال کې ده، چې د کونړ پر سیند د اوبو او برېښنا بند جوړښت ستره پروژه بلل کیږي چې سرته رسېدو سره به یې په زرګونه هکتاره شاړه ځمکه خړوبه او ګڼو ولایتونو ته به برېښنا ورکړي او له دې سره به د افغانستان اوبه چې له کلونو راهیسې پاکستان ته وړیا تويېږي، مهار شي او په دې برخه کې به افغانستان ځان بسیاینې ته ورسېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist