حکومت د هرات ـ ایران ترمنځ د اوسپنې پټلۍ بشپړولو کې پاتې راغلی.
خصوصي سکتور وایي، که دغه ریل پټلۍ بشپړه شي د ایران له خاورې نړیوالو مارکیټونو ته د افغانستان صادارت لوړیږي.
مسوولین وایي، د ایران لخوا د خواف ـ هرات ریل پټلۍ دریم فاز په بشپړیدو به څلورم فاز چې د هرات هوایي ډګر سره نښلول کیږي کار پیل شي.
حکومت کارکوي چې د ټرانزیټي جغرافیا پراختیا لپاره د ایران- هرات ریل پټلۍ تر هرات هوایي ډګر وغځوي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي پر حکومت نیوکې وکړې چې د پروژې تطبیق کې ځنډ کوي.
که دا پټلۍ فعاله شي، د ایران، عربي او هندي مارکیټونو ته د افغانستان صادارتو ګراف لوړیږي.
خصوصي سکتور وایي ایران اوس له اقتصادي بندیزونو له امله د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا په لټه کې دی او افغان حکومت باید له دغه فرصت ګټه واخلي.
د دې پټلۍ په جوړیدو به ایران د افغانستان له لارې خپل توکي منځنۍ اسیا او چین ته ورسوي.
د ټولګټو وزارت وایي، هرات –خواف ریل پټلۍ دوه فازه ایران کې او دریم هغه یې افغان خاوره کې د ایران په مالي مرسته جوړیږي، خو څلورم فاز چې پنځوس کیلومتره کیږي رغول یې د افغان حکومت کار دی.