Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عام افغانان: د کونړ پر سیند د اوبو بند جوړولو کې همکارۍ ته چمتو یو

عام افغانان: د کونړ پر سیند د اوبو بند جوړولو کې همکارۍ ته چمتو یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/06

په اوږد مهال کې د کونړ پر سیند د برښنا او اوبو بند جوړولو پروژه افغان دولت په پلان کې لري  او د دغې پروژې سروې د سردار محمد داوود خان د واک پرمهال ترسره شوې هم وه .

له کلونو راهیسې د کونړ سیند اوبه ګاونډي هېواد پاکستان ته روانې دي او هلته ترې د برښنا او ځمکو خړوب لپاره ګټه اخېستل کیږي.

له هغې وروسته چې پاکستان پر زور د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې افغانان د کونړ پر سیند د اوبو بند جوړېدو غوښتنه کوي.

د کندز ولایت یو تن اوسېدونکی محمد اشرف وايي:« که په هر قیمت  کېږي، باید د کونړ سیند اوبه مهار شي. دا د مشرقي او ټول هېواد خلکو اوبه دي. زه د یوه مشر په توګه، د یوه سپين ګیري په توګه پیسې هم ورکوم، کاریګر هم ورته نیسم او خپله هم کار کوم. په هر قیمت چې کېږي باید دا اوبه مهار شي. له اسلامي امارته مو هېله دا ده چې دا اوبه مهار کړي.»

»

د کندز ولایت یو بل اوسېدونکی حاجي میر اقا بیا وايي:« موږ افغانان ټول د کونړ سیند اوبو مهار کېدل غواړو. مالي او ځاني مرستو ته چمتو یو. خپله څومره دارايي چې لرو دا ترې قربان کوو.»

د پلازمینې کابل اوسېدونکي هم همدا غوښتنه کوي چې افغان دولت باید د کونړ پر سیند د اوبو بند جوړېدو چارې پیل کړي او دوی ورسره همکار دي.

د کابل یو تن اوسېدونکی وايي:« د کونړ سیند چې د افغانستان پر اقتصادي، کرنې او کاري سکټور کې ځانګړی  اقتصادي او ملي ارزښت لرونکی دی، افغانستان ملت نه یوازې د دغه سیند د اوبو له مهار کولو بشپړ ملاتړ کوي بلکې دا اراده لري چې د دغه سیند د اوبو مهار کولو ټول لګښت ملت ورکړي. نو موږ له حکومته غوښتنه کوو چې د دې سیند اوبه ژر تر ژره مهار کړي او دا دې په خپلو اقتصادي پالیسو کې شامل کړي.»

دبلخ ولایت اوسېدونکي هم وايي، ولسونه له حکومت سره همکار دي او باید د کونړ سیند د  اوبو مهار لپاره جدي کار پیل شي.

د بلخ ولایت یو تن اوسېدونکی وايي:« د کونړ سیند اوبه کلونه په وړیا ډول پاکستان ته روانې دي. دا چې اوس هغوی پر خپله خاوره افغان کډوالو ته ځای نه ورکوي، د هغوی کورونه یې ترې پر زوره وګرځول، نو زموږ تمه په دغه برخه کې له اسلامي امارته دا ده چې ژر تر ژره دې د کونړ سیند اوبو مهار کولو لپاره هلې ځلې وکړي. که اسلامي امارت یوازې په رسمي توګه غږ پورته کړي چې موږ د کونړ پر سیند باندې یو بند جوړوو، ترڅو اوبه له پاکستانه راوګرځول شي د افغانستان ټول قومونه که پښتون دی، که تاجک دی، که هزاره دی، که ترکمن دی، که ازبک دی که له هره قومه وي، انشاء الله له اسلامي امارت سره به درېږي. »

د لویې پکتیا او خوست اوسېدونکي هم دې ته لېواله دي چې د افغانستان اوبه  مهار شي او په ځانګړي توګه د کونړ پر سیند دې داسې بند جوړ شي چې له اوبو او برښنا یې نه یوازې خیتځ بلکې ټول هېواد ګټه واخلي.

د خوست  ولایت یو تن  اوسېدونکی وايي:« له حکومته مو هېله دا ده چې په دې برخه کې ګام پورته کړي ځکه دا د ټول افغانستان پر ګټه ده. د کونړ سیند اوبه باید مهار شي. په دې برخه کې زه او نور ځوانان دې ته چمتو یو چې له حکومت سره همکار پاتې شو او هغه څه مو چې په وس کې وي له دوی ( حکومت ) سره همکاري وکړو.»

په ورته مهال د هرات او کندهار اوسېدونکي په جدي توګه له حکومته غواړي د کونړ سیند د اوبو مهار لپاره دې ګړندي ګامونه واخلي او په  مالي یې برخه کې ورسره همکار دي.

عبدالعزیز چې د حقوقو او سیاسي علومو محصل دی وايي، باید د کونړ سیند اوبو د مهار لپاره په دغه سیند د برښنا اوبو ستر بند جوړ شي او دی حاضر دی چې د خپلو زده کړو د یوه سیمیسټر فیس ورته ځانګړی کړي.

د کونړ پر سیند د اوبو او برښنا بند جوړښت ستره پروژه بلل کیږي چې سرته رسېدو سره به یې په زرګونه هکتاره شاړه ځمکه خړوب او ګڼو ولایتونو ته به برښنا ورکړي او له دې سره به د افغانستان اوبه چې له کلونو کلونو راهیسې ګاونډي پاکستان ته وړیا روانې دي مهار شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist