پاکستان پر افغان تجارانو او ټرانزیټ برخه کې یو لړ نوي محدودیتونه وضع کړي چې هلته يې سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دپاکستان دې کړنو ته په ځواب کې وايي، پر بدیلو لارو یې کار پيل کړی او هڅه کوي افغانستان ته د مالونو انتقال لپاره مصونې لارې پیدا کړي.
مجاهد زیاته کړې: « موږ اقدامات کړي هم د سوداګرو له لارو او هم د ډیپلوماتیکو چېنلونو له لارې، همداشان پر لوړه سطحه تماسونه هم نیول شوي چې د سوداګرو ستونزې باید حل شي او څه موافقتنامه د دواړو هېواودونو ترمنځ موجوه ده په دې عمل وشي، که استثنايي عمل کېږي دا بې له شکه چې دواړو هېوادونو ته تاوان کوي. بله دا چې افغانستان د نورو بدیلو لارو په لټه کې هم دی چې لا ښې او اسانه لارې پیدا کړو.»
د اسلامي امارت بیا ځلې حاکمیت اسلام اباد په یو او بل نوم افغان سوداګرو مالونه په کراچۍ کې ایسار کړي، چې له امله یې افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالرو زیان اوښتی دی.
افغان سوداګر وايي، دواړه حکومتونه باید ترانزیت او اقتصادي اړیکو کې د ستونزو پرځآی دوی ته اسانتیاوې برابرې کړي.
سوداګر محمد نبي افغان وايي: « دواړه هېوادونه باید دې ته یو فارمټ جوړ کړي، ځکه افغانستان او پاکستان له دې لارې د منځنۍ اسیا سوداګري ډېره وده کولی شي او ډېره ګټه دواړو هېوادونو ته رسولی شي او ډېره غټه ټرانزیټي لاره جوړېدلی شي او د دواړو هېوادونو صادرات لوړېدلی شي؛ خو له بده مرغه ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي.»
یو شمېر نور بیا وايي، پاکستان یې تاوان ته مټې رابډوهلي او دوی هڅه کوي د بندرعباس او له نورو لارو افغانستان ته خپل مالونه انتقال کړي.
افغان سوداګر خپلواک وايي: « دا ۱۰ یا ۱۲ ورځې کېږي په لاهور او کراچۍ کې د افغان سوداګرو ګودامونه ډېر بد حالت کې دي، مالونه یې چور شول، ګودامونه یې ضبط شول. له افغانستان سره ټرانزیټي لاره کې یې هم ستونزې ورته جوړه کړې، نور د افغانستان سوداګر نه غواړي د پاکستان له لارې تجارت وکړي.»
میاشت وړاندې پاکستان افغانستان ته په لسګونو هغو اموالو بندیزو ولګاوه چې هېواد کې یې اړتیا زیاته ده، تازه یې پرېکړه کړې چې د پاکستان له لارې افغانستان ته د لېږدوونکو مالونو لپاره بیاځلې د صادرېدو اجازه ترلاسه شي، هغه څه چې افغان سوداګر او پانګونې خونه یې نړیوالو اصولو او قانون خلاف عمل بولي.