Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر پر مشرۍ یو پلاوی چین ته ځي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر پر مشرۍ یو پلاوی چین ته ځي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/16

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي پر مشرۍ یو پلاوی، راتلونکې اوونۍ د یوې لار او یوه کمربند تر عنوان لاندې اقتصادي ناسته کې د ګډون لپاره چین ته ولاړ شي.

د یاد وزارت ویاند رویټرز ته ویلي، دغه ناسته به د راتلونکې سه‌شنبې او چهارشنبې په ورځ ترسره شي چې د اصلي اجنډا ترڅنګ به تللی پلاوی چينايي پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

 د سیاسي چارو شنونکي وايي، افغانستان باید د چین پانګونه په داسې پروژو ولګوي، چې کولی شي په راتلونکې هېواد ته پایداره او دوامداره ګټه ورسوي.

 د سیاسي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « مهمه دا ده چې افغانستان د چین له پانګونې څخه په ښه توګه ګټه واخلي. په هغو برخو کې چې افغانستان پانګونې ته اړتیا لري او یا په هغو په پروژو کې چې د چین پانګونه د افغانستان لپاره ډېره ګټوره ده په هغې باید حاکم نظام تمرکز وکړي.»   

د چین حکومت د یوې لارې یوه کمربند لویه پروژه په ۲۰۱۳ کال کې طرحه کړې، چې د ورېښمو لرغونې لارې ته په کتو طرحه شوې، د دې پروژې اساسي موخه سیمه‌ییزه سوداګري، د هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګېدل او همکارۍ ته وده ورکول ښودل کیږي.

د اقتصادي چارو شنونکي په دې پروژه کې د افغانستان برخه لرل او له چین سره اقتصادي اړیکې د هېواد د اقتصادي او سوداګرۍ ودې لپاره ګټورې او اغیزمنې ګڼي.

 د اقتصادي چارو شنونکی شبیر بشیري وايي: « که د یوې لارې او یوه کمربند پروژه د افغانستان له لارې تېره شي، نو کولی شي د افغانستان په اقتصادي وده او یوې دوامدارې پراختیا کې ځانګړی رول ولوبوي.» 

ځینې نور بیا وايي، په داسې حال کې چې افغانستان لاهم یو کرنیز هېواد دي او د هېواد ډېره اقتصادي اتکا پر همدې زراعتي محصلاتو ده، له چین سره د اقتصادي اړیکو پالل او د دې هېواد له اقتصادي طرحو او تجربو ګټه اخېستل کولی شي افغانستان د صنعتي کېدو لوري ته نږدې کړي.

د دوی په باور د هېواد صنعتي کېدل کولی شي په راتلونکې کې افغانستان د هغو هېوادونو له احتیاجه خلاص کړي چې د افغانستان اقتصادي ودې په برخه کې خنډونه جوړوي.

 د اقتصادي  چارو شنونکی محب الله شریف وايي: « په څو برخو کې د افغانستان لپاره ګټوره ده، یو دا چې د افغانستان اوسني اقتصادي وضعیته له وتلو لپاره دا یوه ډېره ښه هڅه ده، دویم دا چې له چین سره چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه تر ټولو لوی اقتصادي قدرت دی، د افغانستان نږدې کېدل د سوداګریزو اسانتیاوو، د خامو موادو د صادراتو په برخه کې ښه بازار او صنعتي توب ته ښه تجربه ده، موږ کولی شو چې د افغانستان لپاره ترې ګټه واخلي.»

افغانستان ته داسې مهال سږ کال په دې پروژه کې د ګډون بلنه ورکول کیږي چې تېر کال د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر د چین له سفیر وانګ یو سره په لېدنه کې د یوې لار یو کمربند په پروژه کې د افغانستان د شمولیت غوښتنه مطرح کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist