Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي

سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/12

پر پاکستان نيوکې دي، چې په افغانستان کې د موسمي محصولاتو له رسېدو سره په يوه او بله پلمه پر ډيورنډ فرضي کرښه د تګ راتګ لارې بندوي او اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان تازه مېوې او محصولات دې هېواد ته صادر شي.

د سويلي وزيرستان او خيبرپښتونخوا يو شمېر سوداګر هم شکايت کوي چې پاکستان له افغانستان سره په سوداګرۍ کې اسانتياوې نه دي رامنځته کړي.

دوی وايي، حکومت دې ټولې تړلې لارې خلاصې او د دواړو هېوادونو ترمنځ دې سوداګري پياوړې کړي.

سوداګر ھېواد افغان شېراني وايي:« د انګور اډه هم بنده ده، زموږ غوښتنه دا ده، چې د سوداګرو پر مخ دروازې خلاصې شي. »

له دې سره د سويلي وزيرستان ځايي اوسېدونکي وايي، د لارو بندېدو له امله يې کاروبار خراب شوی او له پاکستان غواړي، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ اسانولو لپاره هلې ځلې وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم پاکستان پړ بولي چې تل يې د افغانستان موسمي صادراتو د زياتېدو پرمهال لارې بندې کړي او په دې توګه يې د افغان سوداګرو ترڅنګ، د خيبرپښتونخوا سوداګر هم زيانمن کړي.

دوی غوښتنه کوي، چې پاکستان دې له افغانستان سره په سوداګرۍ کې ريښتينی چلن اختيار کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد شاکر يعقوبي وايي:« دوی ( پاکستان) تل هڅه کړې چې افغانان او په ټوله کې افغاني تجاران  په بېلابېلو تورونو متاثره کړي. پاکستان د دغو کړنو په لړۍ کې له بېلابېلو وسایلو استفاده کړې، که هغه د تورخم دروازې یا نورو لارو بندیل دي، که هغه د کراچۍ په بندر کې ستونزې دي.»

د لارو تړلو له امله د خيبرپښتونخوا د سوداګرو دا شکايتونه داسې مهال دي، چې له څو ورځو راهيسې په تورخم کې د افغانستان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له لنډې نښتې وروسته، پاکستاني ځواکونو ياده لار د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ تړلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist