Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالي: روان کال د ۴۹ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات شوي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالي: روان کال د ۴۹ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/06

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستیالۍ د خپلو ارزونو په اساس ادعا کوي، چې د تېر په پرتله بهر ته د افغانستان په صادراتو کې ۳۰ سلنه زیاتولی راغلی دی.

یادې مرستیالۍ ویلي، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د ۴۹ مېلیارد افغانیو په ارزښت بېلابېل توکي بهر ته صادر شوي دي.

یادې مرستیالۍ زیاته کړې:« روان کال د ۴۹ میلیارده افغانیو په ارزښت توکي بهر صادر شوي دي چې له دې ډلې ۹۶.۵ سلنه توکي هند، تاجکستان، متحده عرب اماراتو، ایران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، چین، ترکیې او عراق ته او ۳.۵ سلنه نور بیا نورو هېوادونو ته صادر شوي دي. په صادر شویو توکو کې زعفران، انګور، زردالو، ممیز، زیره، پنبه او رومیان شامل دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزی هم په روان کال کې د صادراتو د ۳۰ سلنې ډېروالي خبر ورکوي، خو په خبره یې لا هم په کراچۍ بندر کې د ټرانزیتي ستونزو له امله سلګونه بار موټر درول شوي، چې له امله یې افغان سوداګر تاواني شوي.

الکوزي زیاته کړې:« زموږ ترانزیټي ستونزه په ځانګړي ډول په کراچۍ کې ده، موږ له داسې لویې ستونزې سره مخامخ یو، چې د عباس او چاه بهار بندرونه د امریکایانو له لوري تر بندیزونو لاندې دي او په هغې باندې ترانزیت نه کېږي؛ نو موږ باید د شمال او کراچۍ له لارې ترانزیټ وکړو او په کراچۍ کې هره ورځ په بېلا بېلو پلمو او ډولونو زموږ پر ترانزیټ جنجال پيدا کېږي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو ترسره شوي صادرات د افغانستان د اقتصاد لپاره مهم بولي او زیاتوي چې ورسره به بهرنۍ پانګونه او کاري فرصتونه ډېرشي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي:« د افغانستان د تولیداتو صادرول کېدای شي د خلکو لپاره یو ښه زېری وي او بل خوا دا د افغانستان د صنعتکارانو بنسټيز فعالیت ښي؛ خو تراوسه پورې د دې صادراتو برخې نه دي ښودل شوي. زه وایم که زموږ د صادراتو زیاته برخه زغال وي نو مثبت صادرات ورته نه شو ویلی، بلکې دا منفي صادرات دي.»

ځينې نور بیا ټېنګار کوي چې هیوادونو ته د صادارتو پرمهال باید د اومه موادو پر ځای  د پروسس شویو موادو پر لېږد کار وشي،  تر څو اقتصادي ګټې یې دوه برابره شي.

 د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وایي:« دا کار د یوه هېواد پر اقتصاد مستقیمه اغېزه لري، ځکه دا کولی شي چې د یوه هېواد د سوداګرۍ کچه مثبت لوري ته یوسي او د وخت په تېرېدو سره مستقیماً د تادیاتو پر بېلانس اغېزه لري، له بل پلوه په هره اندازه چې صادرات زیات شي بهرنۍ پانګه به په زیاته کچه هېواد ته راځي، د بهرنۍ پانګې په زیاتوالي سره نه یوازې دا چې پولي ثبات په یوه هېواد کې پیاوړی کېږي، بلکې د پانګونې لپاره هم ښه فرصتونه برابرېږي.»

که څه هم د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په روان کال کې د صادراتو د ډېروالي خبر ورکوي، خو د مالوماتو له مخې، اوس مهال افغانستان له بېلابېلو هیوادونو سره د څه باندې ۶ میلیارده ډالرو په اندازه واردات لري چې د صادراتو پرتله څو برابره لوړ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist