د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور نن پنجشنبه د (۱۴۰۲ کال د وږي پر ۹مه) د ۷ لویو کانونو د قرارداد استخراج او پروسس په تړاو خبري غونډې ته ویلي، د کانونو په قراردادونو او د عوایدو په ټولو کې شفافیت منځته راغلی، د قاچاق او غیرقانوني کان کېندنو مخه نېول شوې او ان په یوه لرې پرته سېمه کې هم څوک خپلسرې کېندنې نه شي کولی.
دلاور ویلي، له داخلي او بهرني شرکتونو سره یې د نږدې اوه میلیارده ډالرو په ارزښت اوه قراردادونه لاسلیک کړل چې وروسته له دې به یې پروسس او کېندنې پیل شي.
نوموړي ویلي، ډالر ٧٤ افغانیو ته راښکته شوی، ځکه چې په اسلامي امارت کې اخلاص، صداقت او شفافیت موجود دی او د غلا، فساد او رشوت ته هېڅ ځای نشته دی.
د نوموړي په وینا که نړۍ د افغان ملت په حق کې له ظلم او جبر لاس واخلي، بندېزونه لرې کړي، اسلامي امارت سره مشروع تعامل ته راوړاندې شي نو ډالر به ۳۰ افغانیو ته راښکته شي.
دغه راز سرپرست وزیر ویلي، د تخار سرو زرو کان چې ۱۲ کیلومټر مربع مساحت لري چاینا افغانستان شرکت او زړور افغانستان شرکت ته په قرارداد ورکول کېږي چې ۳۱۰ میلیونه ډالر پانګونه به کوي او ۵۶ سلنه رویالټي به د افغانستان اسلامي امارت ته ورکوي.