Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بینا: له کندهاره تېر کال  د ۳۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر شوي

بینا: له کندهاره تېر کال  د ۳۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/15

د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وايي، تېر ۱۴۰۱ کال له دغه ولایت څخه د ۳۳۱ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت بېلابېل توکي بهرنیو هېوادونو صادر شوي دي.

بینا وايي، په تېر ۱۴۰۱ کال کې د وچکالۍ او نورو ستونزو سره سره له کندهار څخه ۳۵۳ زره ټنه تازه او وچه میوه، معدنیات، طبي بوټي او نور بېلابیل توکي صادر شوي، چې د وړم کال پرتله زیات دي.

د بینا په خبره، دغه صادرات تر ټولو ډېر پاکستان ، هند، متحده عرب اماراتو او ځیني اروپايي هېوادونو ته شوي دي.

بینا زیاته کړې:« په مجموع کې زموږ د ۱۴۰۱ کال  د ۱۲ میاشتو صادرات ۳۵۳ زرو ټنو ته رسېږي،چې په دې کې تازه مېوه، ۱۴۳ زره ۹۸۸ ټنه، وچه مېوه ۵۵ زره او ۱۵۳ ټنه، معدنیات ۷۰ زره ۵۸۰ ټنه کېږي. نور حبوبات  او طبي بوټي دي.»


تیرکال وچکالي، د تازه میوي پر وخت د پاکستان له خوا دروازي تړل، بانکي محدودیتونه، سوداګرو ته د ویزو نه ورکړه او نورې ستونزې د صادراتو پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړي وو.

د کندهار سوداګرۍ خوني مرستیال عبدالباقي بینا وايي،لا هم بانکي محدودیتونه او د هوايي دهلیز نه شتون د سوداګرۍ پر وړاندې ستر خنډونه دي.

هغه زیاته کړې:« هېله مو دا ده،چې بهرنیو بازارونه پیدا کړو او یو بل بازار هم خپلې وچې او تازه مېوې ته خلاص کړو، نو په دې سره به زموږ د صادراتو کچه نوره هم لوړه شي. یوه بله موضوع دا ده،چې صادراتو کې زموږ بانکي سیسټم په هغه رقم چې باید جوړ وي، تر اوسه پورې جوړ نه دی. باید بانکي سیسټم اماده شي، ترڅو کوم چې صادرات کوو، پيسې مو په ډېر اسانه ډول سره تر خپل ادرسه پورې راورسېږي. »


تیر کال پاکستان د کندهار د تازه میوې د فصل پر مهال د نورو کلونو په څیر درواز بنده کړه او هم يي ټکس څو برابره لوړ کړی، چې تر یوې مودې وروسته بیرته ستونزې حل شوې.

په کندهار کې د تازه میوې سوداګر له حکومته غواړي،چې دا ځل  دې مخکې له  پاکستان سره په دې اړه خبري وکړي.


د اقتصاد وزارت هم ویلي، تیر ۱۴۰۱ کال  له ټول هېواد څخه د دوه ملیارډه ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر شوي، چې د نورو کلونو په پرتله څو برابره زیاتوالی ښیي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist