د افغانستان بانک د افغانیو ارزښت لا پیاوړتیا په موخه نن دوشنبه د (۱۴۰۲ کال د وري پر ۲۸ مه) ۱۴ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
د یاد بانک له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې پر شرايطو برابرو ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو غوښته شوې،چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوې،چې د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي،تر څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
د افغانستان بانک د افغانیو ارزښت پیاوړتیا په موخه نږدې هره اوونۍ میلیونونه ډالر د ليلام په ډول پلوري.۸