Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

نړیوال سوداګریز مرکز د افغان صادرونکو لپاره ورکشاپ جوړ کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/29

کابل کې د اروپا په مرسته د افغان صادرونکو لپاره ورکشاپ جوړ شو. 

د نړیوالو بازارونو له اړتیا بې خبري، نړیوالو سوداګریزو قوانینو ته نه پاملرنه، د سټنډرډونو او معیارونو په پام کې نه نیول او نورې ستونزې شته چې د افغانستان صادراتو ته په کافي اندازه بازارونه نشته.

اوس نړیوال سوداګریز مرکز د اروپا په مرسته کابل کې د افغان صادرونکو لپاره ورکشاپ جوړ کړ چې څنګه کولی شي اروپا ته د صادراتو کچه پراخه کړي.

افغان سوداګرو ته ورښودل کېږي چې د اروپا بازارونه په کوم سټنډرډ او معیار کومو موادو ته اړتیا لري، څو هماغه توکي تر اروپا ورسوي.

نړیوال سوداګریز مرکز وایي، په اوس کې افغان صادرونکي اروپا ته د صادراتو په مهال له یو شمېر ستونزو سره مخ دي.

د نړیوال سوداګریز مرکز استازي پاتریک دیبویسر داسې وویل (( د نباتاتو او غذا مصؤنیت باید له پیله تر پایه په پام کې ونیول شي او کوم صادرات چې امریکا ته ځي د امریکا په سټنډرډ او کوم چې اروپا ته ځي باید د اروپا په سټنډرډ برابر شي، موږ ځینو هېوادونو ته د اعتبار په موخه سرټیفکېټ ورکوو او بیا ترې د تل لپاره توکي اخلو، خو که معیارونه په پام کې ونه نیول شي، توکي بیرته رديږي.))

سوداګرۍ وزارت وایي، د صادراتو پراختیا د حکومت لومړیتوب دی او په پلان کې ده چې سږ کال د صادراتو کچه تر یو ملیارد ډالرو او تر ۲۰۲۱ م کال پورې دغه کچه تر دوه ملیاردو ډالرو ورسوي.

سوداګرۍ وزارت له صادراتو مخکې ارزونه کوي چې څنګه کولی شي په کور دننه صنعت ته پراختیا ورکړي، اصلاحات راولي، بازارموندنه وکړي او اسانتیاوې رامنځته کړي.

افغانستان اروپا ته وچه میوه لاسي صنایع، قالینې مرمر ډبرې زعفران او داسې نور توکي  صادروي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026
اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې
اقتصاد

اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

جون 17, 2026
فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

جون 17, 2026
د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

جون 17, 2026
چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار وکړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ

جون 17, 2026
چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی

چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی

جون 17, 2026
متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي

متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي

جون 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist