د پاکستان له لوري پر ډيورنډ فرضي کرښه د سوداګريزو لارو له تړل کېدو څه باندې درې مياشتې تېرېږي او اوس يې له امله، په خيبرپښتونخوا او پاکستان کې اقتصادي زيانونو را څرګند شوي.
د اېکسپرېس ټرېبيون په نوم مشهورې پاکستانۍ ورځپاڼې په يوه مقاله کې ويلي، د دې پرېکړې له امله له سوداګرۍ ترلاسه کېدونکي عوايد خورا لږ شوي او په خيبرپښتونخوا او ټول پاکستان کې يې اقتصادي ناورين ته لاره خلاصه کړې.
د ورځپاڼې د راپور په یوه برخه کې راغلي: « د لارو بندښت کارموندنې او عوایدو ته سخت زیان اړولی. د سرحدي سوداګرۍ په محصولاتو کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی. د خیبرپښتونخوا حکومتي چاواکو خبرداری ورکړی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ اوږدمهاله بندېدل د عوایدو جدي زیانونو او د دندو کمېدلو لامل شوي دي.»
له دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د لارو تړل کېدو له امله د خیبرپښتونخوا عواید ۵۳ سلنه راکم شوي او چارواکو يې په دې اړه د اندېښنو له امله د يوې بېړنۍ ناستې جوړېدو غوښتنه کړې وه.
اوس اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې لیکلي، پر مالي زيان سربېره د لارو بندښت دوام د پاکستان نړیوال باور ته هم زیان اړولی دی.
د ورځپاڼې د راپور په یوه بله برخه کې په دې اړه راغلي: « د لارو بندېدو د پاکستان پر نړیوال اعتبار جدي منفي اغېز کړی او دا هېواد یې د څو اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټي ژمنو په برخه کې له تضاد ډک دریځ سره مخ کړی دی.»
د اقتصادي چارو شنونکي هم باوري دي چې له لارو بندېدو سره به پاکستان له هدې ډېرو سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بحرانونو سره مخ شي او په خبره يې، د خونديتوب يوازینۍ لار يې د پاکستان له لوري په پالیسيو کې مثبت بدلون دی.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « دوی د تاوانونو کچه کمه ښيي، خو نه یوازې دا کچه لوړه ده بلکې راتلونکي کې به له دې هم ډېر تاوانونه وګالي. دوی باید په خپلو پالیسیو کې بدلون راولي.»
د اقتصادي چارو شنونکی صمیم جاهد وايي: « پاکستان دا مهال له اقتصادي پلوه سختو ستونزو سره مخ شوی او که چېرې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې همداسې تړلې پاتې کېږي، پاکستان ته به له دې ډېر اقتصادي او ټولنیز زیانونه رسېږي.»
پاکستان پر ډيورنډ فرضي کرښه له افغانستان سره ټولې سوداګريزې لارې د تېر کال په اکټوبر کې وروسته له هغې وتړلې چې افغان ځواکونو يې په کابل او پکتيکا کې له بريدونو وروسته په انتقامي توګه پر ياده کرښه پوستې وډزولې.