Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پکتیکا منډې وهلو یوه لوبغاړي ۶۲ کیلومټره منډې وهلو ریکارډ جوړ کړ

د پکتیکا منډې وهلو یوه لوبغاړي ۶۲ کیلومټره منډې وهلو ریکارډ جوړ کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/31

په کابل کې د بدني روزنې او ورزش فډارسيون د پکتیکا د منډې وهلو هغه لوبغاړي هڅې وستایلې چې د دې ولایت له مرکز ښرنې څخه یې تر غزني ښاره ۶۲ کیلومټره منډه له لویې دمې پرته وهلې ده.

وکیل احمد پکتین وایي، د منډې پر مهال يې یوازې د دوو لمنځونو، اوبو او مېوې خوړلو لپاره لنډه دمه کړې او له دې پرته یې د ساه جوړونې بله دمه نه ده کړې.

نوموړی زیاتوي، د دې منډې لپاره یې مسلکي تمرینونه کړي وو او له دې وړاندې یې هم لنډې او اوږدې منډې وهلې وې. دی اوس غواړي په اوږده منډه کې په نړیواله کچه د افغانستان استازیتوب وکړي.

د منډې وهلو لوبغاړی وکیل احمد پکتین وايي: « دا زما آرمان دی او د دې پوره کولو لپاره مې ډېرې خوارۍ کړې دي. که وخت راکړل شي، زه به نه یوازې د سیمې بلکې د نړۍ په کچه د افغانستان استازیتوب وکړم.»

د اولمپيک ملي کمېټې د بدني روزنې او ورزش فډراسيون بیا وایي، هڅه کوي د پکتیکا ټولو ورزشکارانو لاسنیوی او ملاتړ وکړي. د دوی په خبره، اوس مهال ورزش له مرکز څخه نورو ولایتونو ته هم غځېدلی او هلته هره ورځ په دې برخه کې لاسته راوړنې لري‌.

د اولمپيک ملي کمېټې ریيس مولوي احمدالله وثيق وايي: « دا د خوښۍ ځای دی چې ورزش اوس له مرکز څخه لرې پرتو سیمو ته هم پراختیا موندلې. موږ اوس په لرې پرتو ولایتونو او ولسوالیو کې د ورزش څانګې لرو او ښه فعالیتونه لري. له ټولو ولایتونو څخه د ورزشي فعالیتونو ښه خبرونه راځي.»

 د پکتیکا د اولمپیک او لوبو ولایتي آمر له پانګوالو غواړي چې د دې لوبغاړي مالي ملاتړ وکړي، ترڅو د نړیوالو سیالیو جوګه شي. د نوموړي په خبره، په پکتيکا کې ورزش ته زیات پام شوی او لا هڅه کېږي چې د ورزشکارانو کلک ملاتړ وکړي.

د پکتیکا د اولمپیک او لوبو ولایتي آمر عثمان سیرت وايي: « پکتیکا یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ډېر ورزشکاران لري. که څه هم په تېر کې پکتیکا ته پاملرنه نه کېده، خو اوس د امارت په راتګ سره د پاملرنې کچه لوړه شوې. دلته ښه استعدادونه شته او باید استعداد ته یې وده ورکړل شي.»

د اولمپيک ملي کمېټه داسې مهال د منډې وهلو د یوه لوبغاړي هڅې ستایي چې په‌ وروستیو کې ګڼ شمېر افغان لوبغاړي په نړیواله کچه د لوبو پر مهال په بېلابېلو برخو کې لاسته راوړنې لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي
لوبې

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

اپریل 13, 2026
د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي
لوبې

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل
لوبې

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله

فبروري 12, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist