Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سرپل کې د وزلوبې له اتلې لوبډلې تود هرکلی وشو

سرپل کې د وزلوبې له اتلې لوبډلې تود هرکلی وشو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/25

وزلوبه د افغانستان یوه له ملي او دودیزو لوبو څخه ده چې نه یوازې په کـــور دننه بلکې د سیمې او په تېره بیا د منځنۍ اسیا هـــــــــېوادونو کې خورا زیات مینه وال لري.  دغې تاریخي او ورزش پالې لوبې په وروستیو کلونو کې د هېواد د بېلابېلو قومونو ترمنځ د یووالي او ورورګلوۍ شعار هم په حقیقت بدل کړی.

د وزلوبې لــــیګ د اووم پړاو سیالۍ په کابل کې ترسره شوې چې د ډېرو مینه والو په وینا، د سرپل لــــوبډله په کې له پیله ښه وځلیده او په زړه پورې لوبې یې وکړې.

د ســــرپل چاپه اندازان وتوانېدل چې خپلو ټولو سیالیو لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره، پای لـــــوبه کې د بدخشان په وړاندې میدان ته ووځي او په پوره مهارت سره خپله لوبډله اتلولۍ ته ورسوي.

که څه هم په کابل کې د وزلوبې لیدونکو هم د سرپل لوبډله د لاسونو په پړکـــــــولو سره بدرګه کړه، خو سرپل ولایت ته د لوبډلې په رسېدلو سره د خلـــــــــکو خوښي د لیدو وړ وه.

د سرپل ولایت اوسېدونکو چې د لــــــوبډلې هرکلي لپاره راوتلي وو، دا یوازې یوه ورزشي بریا نه بلکې د ټول ولایت لپاره د ویاړ او یووالي نښه وبلله.

 د دوی په وینا، وزلوبه کولی شي د خلکو ترمنځ د سالمو سیالیو دود پیاوړی کړي او د هېواد د ملي لوبو ارزښت ژوندی وساتي.

د ســـــرپل اوسېدونکی سیف الله وايي: « وزلوبه ډېره اوږده مخینه او تاریخ لري. دا لوبه سبب کېږي چې زموږ د هر قوم خلک په یوه ځای سره راټول شي.»

د سرپل اوسېدونکی ذبیح الله فیضي وايي: « موږ د خپل تیم په ترکــــــیب کې د هر ولایت چاپندازان لرل او دا یې څــــــرګندوله چې موږ له ګاونډ ولایتونو سره همدلي لرو. زه د دې اتلولۍ ګـــټلو مبارکي هغو ټولو کسانو ته وایم چې د دې ډول خوښیو تږي دي.»

بله خوا، د وزلوبې یو شمېر لوبغاړي له سږنیو سیالیو خوښي څرګندوي او وايي، که زمینه ورته برابره شي، نو افغان لوبغاړي د دې وړتیا لري چې بهرنیو هېوادونو  کې هم  لوبې وکړي.

چاپنداز حاجي محمد وايي: « دلته باید چاپندازانو او پهلوانانو ته ورزشي کلب جوړ شي، ترڅو دغه ورزش ته تازه راغلي ځوانان ښه و روزل شي. که دوی ته سم تمرین ورکړل شي، له بهرنیو لوبغاړو ښه لوبه کولی شي.»

چاپنداز عوض شېرپور وايي: « په لومړي سره کې د افغانستان ټولو خلکو او بیا د سرپل خلکو ته مبارکي وایم. دا پهلوانان د هر ځای لیاقت لري، که زموږ د ټیم همداسې ملاتړ وشي، ژمنه کوو چې د اسیا په کچه به اتلولي وګټو.»

په ورته مهال، د سرپل ولایت د بدنې روزنې او ورزش مسوولین ډاډ ورکوي چې د وزلوبې لوبغاړو ته به د ظرفیت لوړولو ترڅنګ له هېواده بهر هم د لوبو زمینه برابره کړي.

د سرپل ولایت د بدنې روزنې او ورزش آمر عبدالحق فیضي وايي: « زموږ تعهد هم همدا دی او د ولایت ټول ورزشي مسوولین او د وزلوبې څانګه د وزلوبې له ټیمونو ملاتړ کوي. همدارنګه موږ هڅه کوو چې دا لوبه په ټولو ولایت او ولسوالیو کې وده وکړي او وکولی شو د افغانستان د وزلوبې ملي ټیم ته ښه لوبغاړي ورکړو.»

د یادونې وړ ده چې د وزلوبې اووم پړاو سیالۍ کابل کې د هېواد د ۱۲ لوبډلو ترمنځ وشوې چې په کې یو شمېر بهرنیو لوبغاړو هم ګډون کړی و او دغه راز، د یو شمیر هېوادونو ډېپلوماټان هم د لوبو لیدلو ته ورغلي وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي
لوبې

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

اپریل 13, 2026
د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي
لوبې

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل
لوبې

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله

فبروري 12, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist