Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سرپل لوبډلې د افغانستان وزلوبې لیګ اووم پړاو اتلولي خپله کړه

سرپل لوبډلې د افغانستان وزلوبې لیګ اووم پړاو اتلولي خپله کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/23

د روان کال وزلوبې لیګ اووم پړاو په پای لوبه یا فاینل کې د سرپل او بدخشان لوبډلې سره مخ شوې چې له یوې خورا سختې او خوندورې لوبې وروسته، سرپل لوبډلې بدخشان ټیم ته ۷ صفر پر وړاندې ماتې ورکړه او په دې توګه یې د وزلوبې لیګ اتلولي خپله کړه.

د سرپل وزلوبې فډراسیون رییس حاجي داوود وايي: « زموږ یې ډېر ملاتړ وکړ، هم یې ښه پهلوانان وټاکل او هم یې ښه آسونه وپېرل. موږ هم ښې مبارزې وکړې او اتلولي مو خپله کړه.»

د سرپل لوبډلې غړی پهلوان حاجي محمد وايي: « زموږ د بریا راز په دې کې وو چې موږ ډېر اتفاق او اتحاد درلود، آسونه او پهلوانان مو دواړه قوي وو، که څه هم د بدخشان ټیم کمزوری نه و، خو بس موږ سره چانس یاري وکړه. موږ دا اتلولي ټولو مینه والو ته مبارکي وایو.»

بغلان او کندز لوبډلو چې په سیمي فاینل یا نیمه پای لوبه کې له بدخشان او سرپل لوبډلو ماتې خوړلې وه، د درېیم مقام پر سر له یو بل سره ولوبېدې چې په پایله کې بغلان لوبډلې کندز لوبډلې ته شپږ د څلورو پر وړاندې ماتې ورکولو سره د ۱۴۰۴ کال د وز لوبې لیګ اووم پړاو کې درېیم مقام خپل کړ.

د بغلان وزلوبې فډراسیون مرستیال محمد نعیم احمدزی وايي: « که څه هم درېیم مقام لوړ مقام دی، خو زموږ تمه دا وه چې لومړی مقام وګټو. د ځینو ستونزو او د آسونو د کمزورتیا له امله موږ درېیم مقام خپل کړ.»

د بغلان لوبډلې لوبډلمشر پهلوان دادالله وايي: « درېیم مقام ټیټ مقام نه دی بلکې دا هم لوړ امتیاز دی. موږ خپله هڅه وکړه او دوستانه لوبه مو وکړه.»

د کندز لوبډلې یو تن لوبغاړی وايي: « د لوبې په پيل کې زموږ د پهلوانانو ترمنځ ښه همغږي نه وه او هغوی څو اسانه امتیازونه واخیستل. ورپسې موږ خپل نظم برابر کړ، خو بیا هم کندز وبایله. موږ بغلان لوبډلې ته مبارکي وایو.»

د المپيک ملي کمېټې چارواکي د وزلوبې سږنی ليګ ځکه له لاسته راوړنو ډک بولي چې په خبره يې، غوره لوبغاړي به ترې د نړيوالو لوبو لپاره انتخاب کړي.

د المپيک ملي کمېټې ریيس احمدالله وثيق وايي: « دا ټیمونه چې دلته یې لوبې وکړې، موږ به له دوی څخه تکړه چاپه اندازان او پهلوانان انتخابوو او له افغانستان څخه د باندې لوبو کې به لوبېږي. د وزلوبې ملي ټیم به هم لکه د نورو فډراسیونونو په څېر افغانستان ته ویاړونه راوړي.»  

د ملي راډيو ټلوېزيون رییس قاري يوسف احمدي وايي: « له دې ډول لوبو او پروګرامونو څخه موخه دا ده چې د هېواد مختلف اقشار له یو بل سره وپېژني؛ ځکه چې لوبې له یو بل سره د پېژندلو او نږدې کېدلو تر ټولو غوره وسیله ده.

د وزلوبې په سږني لیک کې د جرنډ په نوم سور آس د اووم پړاو د غوره آس په توګه انتخاب شو.

د یادونې ده چې د افغانستان د وزلوبې لیګ هرکال د ژمي په موسم کې په پلازمېنه کابل کې ترسره کېږي او د سرپل، بدخشان، بغلان او کندز لوبډلو سربېره، دوولس ټیمونه په کې ګډون لري او شاوخوا ۱۰ ورځو په موده کې ترسره کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي
لوبې

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

اپریل 13, 2026
د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي
لوبې

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل
لوبې

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله

فبروري 12, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist