Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د اتو لوبډلو ترمنځ د هاکي سیالۍ پای ته ورسېدې

خوست کې د اتو لوبډلو ترمنځ د هاکي سیالۍ پای ته ورسېدې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/18

که څه هم د هاکي لوبه ښایي په خوست ډېرو خلکو ته نا اشنا وي، خو په دې ولایت کې شاوخوا دوه سوه لوبغاړي شته چې له لسو څخه په زیاتو کلبونو کې د هاکي لوبو ته دوام ورکوي.

ولایتي چارواکي وايي، د دې ولایت ګڼ لوبغاړي د هاکي ملي ټیم کې غړیتوب لري او زیاتوي چې په ولایتي کچه هم د دې لوبې پراختیا لپاره هڅې روانې دي.
د خوست بدني روزنې آمرعطاءالله کډوال وايي: « موږ له خپلو امکاناتو زیات د دوی لپاره هڅې کړې. هاکي یوه داسې لوبه ده چې ډېر ګران بیه لوبغالي ته اړتیا لري، خو موږ تر اوسه نه یو بریالي شوي چې لپاره یې غټ میدان جوړ کړو. موږ یوازې د دې فرشي میدان په جوړولو وس بری شوی او دوی په کې لوبې کوي.»

اخوا د هاکي ځینې لوبغاړي وایي، خوست کې د هاکي لوبې ګڼ استعدادونه شته، خو د امکاناتو په برابرولو ټینګار کوي.
د دوی په خبره، د تمریني کمپونو او لوبیزو وسایلو کمښت ترڅنګ، د ځانګړي لوبغالي نه شتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې يې د هاکي لوبې د غوړېدو مخه نیولې.
د هاکي لوبغاړی فضل شاه ځدراڼ وايي: « موږ حتا خاورین لوبغالی هم نه لرو، که څه هم دا لوبه یوه هموار لوبغالي ته اړتیا لري.»

د هاکي یو بل لوبغاړی عمر وايي: « زموږ ستونزه دا ده چې په ټول افغانستان کې د هاکي لپاره لوبغالی نه لرو، هیله لرو چې میدان جوړ شي او وسایل په واک کې راکړل شي، ځکه زموږ لوبغاړي اقتصادي ستونزې لري.»

خوست کې د هاکي لوبې رسمي سیالۍ چې د اتو لوبډلو له خوا  ترسره شوې، په کې د ولایت مقام لوبډلې د خوست ښاروالۍ کلب ته په ماتې ورکولو سره لومړۍ مقام ترلاسه کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي
لوبې

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

اپریل 13, 2026
د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي
لوبې

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل
لوبې

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله

فبروري 12, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist