په دې وروستیو کالو کې د افغان صنعتکارانو ملاتړ ته جدي پاملرنې د افغانستان صادراتو ګراف ورځ تر بلې لوړکړی او په بېلابېلو برخو کې اوس د سیمې او نړۍ هېوادونو ته صادرات پیل شوي.
تازه له هرات ولایت څخه روسیې ته د ګاز لېږدوونکو ټانکرونو صادرات پيل شول. د ټانکرونو د دې صنعتي شرکت د مسوولینو په خبره، ګاز لېږدوونکو ټانکرونو صادراتو په برخه کې یې د څلور میلیون ډالرو په ارزښت د روسې او مرکزي آسیا بېلابېلو هېوادونو سره قراردادونه لاسلیک کړي.
دوی زیاتوي، په لومړي پړاو کې د ۲۰۰زره ډالرو په ارزښت پنځه ټانکرونه روسیې ته صادر شول.
د اهن برش شرکت اجراییه مدیر سعید عزیزي وايي: « د دې محمولې لومړنی مقصد روسیه ده. دا د هغه قرارداد یوه برخه ده چې ارزښت یې یو میلیون ډالرو ته رسېږي. د دې صادرېدونکو ټانکرونو مجموعي ارزښت شاوخوا ۲۰۰ زره ډالر دی.»
صنعتکاران هم هرات کې د ټانکرونو جوړولو صنعت په برخه کې پرمختګ د هېواد ځان بسیاینې لپاره هیله بښونکی بولي او زیاتوي چې په میاشتني ډول هرات کې څه باندې شل د ګازو ټانکرونه تولید او بهرنیو هېوادونو ته صادریږي.
د هرات صنایعو او کانونو خونې رییس عبدالناصر امین وايي: « د خونې د رییس په توګه ډېر خوښ یم چې په دې برخه کې مو هم صادرات پيل کړل. د دې شرکت صادرات څو هېوادونو ته کېږي او زما د معلوماتو له مخې، ارزښت یې له ۴ میلیون ډالرو تېر شوی دی.»
صنعتکار توریالی غوثي وايي: « موږ تر تېر یوه کال پورې د ټانکرو واردات لرل، خو د اسلامي امارت له راتګ او د دوی له ملاتړ سره اوس په دې برخه کې ښه پرمختګونه او صادرات لرو.»
بله خوا د هرات ځایي چارواکي وایي، په دې ولایت کې د پانګونې زمینې برابرېدو له امله یاد ولایت په یو صنعتي ولایت بدلیدونکی دی او له پانګوالو غواړي چې له رامنځته شویو فرصتونو په ګټه اخیستنې سره، خلکو ته کاري زمینه برابره کړي.
هرات والي نور احمد اسلام جار وايي: « حکومت په ټولو برخو کې د افغانستان او په ځانګړې توګه هرات ولایت د لا ډېر پرمختګ لپاره چمتو دی. له بهر څخه د اخیستل شویو شمېرو له مخې، هرات ولایت په ډېره چټکۍ سره صنعتي کېدو خواته روان دی.»
د هرات صنعت او سوداګرۍ رییس بشیر محمد سیرت وايي: « اوس په افغانستان کې د صنعت او پانګونې لپاره له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره ده. دویمه خبره داده چې د افغانستان ټول تولیدوونکي باید د کمیت په ځای کیفیت ته پاملرنه وکړي.»
د هرات صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو د معلوماتو له مخې، د مهال هرات کې درې شرکتونه د ګازو او تېلو لېږدونکي ټانکرونه جوړوي او د دوی تولید شوي ټانکرونه ترکمنستان، ازبېکستان، قزاقستان او روسیې ته صادرېږي.