Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عزیزي: له هندي چارواکو سره خبرو کې د سوداګرۍ پر وړاندې ګڼې ستونزې هوارې شوې دي

عزیزي: له هندي چارواکو سره خبرو کې د سوداګرۍ پر وړاندې ګڼې ستونزې هوارې شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/25

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، هند ته له خپل اوسني سفره راضي دي او هیله لري چې له هندي لوري سره شوې خبرې به دوه اړخیزې اقتصادي اړیکې او سوداګریزه راکړه ورکړه لا پراخه کړي.

نورالدین عزیزي چې نن دوشنبه یې د دې سفر او شویو خبرواترو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکول ویلي، کابل او نوي دیلي دواړو کې دا ظرفیت موجود دی چې شته اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي: « دا چې په دواړو هېوادونو کې دا امکان او ظرفیت موجود دی او زموږ خصوصي سکټور غواړي چې په دې پروګرام کې ښه کار وکړي. ځینې واړه مسایل، د بېلګې په توګه د وېزو ستونزه او د هوايي کارګو د لوړو بیو ستونزې موجودې وې. موږ د دې مسایلو د حل لپاره دلته راغلي یو او الحمدالله تاسو یې ټکی په ټکي وایم چې دا ټول مسایل مو حل کړل. اوس تمه دا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې او پانګونه لا پراخ شي.»

د عزیزي په خبره، اوس مهال د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د کال تر یو میلیارډ ډالرو رسیږی، خو دوی غواړي چې دا راکړه ورکړه لا زیاته شي.

نور الدین عزیزي په نوی دیلي کې خبریالانو ته دغه راز ویلي، دوی به د دغو اړیکو او سوداګریزې راکړې ورکړې د پراخولو لپاره د چابهار بندر او هوايي دهلېز په ګډون له ټولو ممکنه لارو ګټه واخلي.

نورالدین عزیزي دغه راز ویلي: «د چابهار بندر د کارولو په اړه چې مو ویلي وو، دلته مو په دې موضوع هم خبرې وکړې. د هوايي کارګو په برخه کې لا کار روان دی او هڅه کوو چې له تخنیکي پلوه لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي او لا زیات فعال شوو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزیر چې دا مهال په یوه پنځه ورځني سفر نوي ډیلي کې دی، تېره ورځ یې د هند بهرنیو چارو وزیر جی شنکر سربېره په سوداګریزو چارو کې د هند د دولت له وزیر او د خصوصي سکټور له غړیو سره هم لیدلي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر دغه راز ویلي، له هندي پانګوالو سره یې لیدنې خورا ګټورې وې او په کې افغانستان کې د پانګونې پر موجوده امکاناتو او اسانتیاوو خبرې شوې.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، هندي پانګوالو په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې له پانګونې سره هم خپله لېوالتیا څرګنده کړې.

له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو له پرې کولو وروسته، اسلامي امارت او افغان سوداګر دواړه هڅه کوي چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګریزې راکړه ورکړې لپاره بدیلې لارې پیدا کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist