Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ويلچير باسکېټ‌بال ملي لوبډله اسيا جام سياليو کې د ګډون په موخه ټایلنډ ته لاړه

د ويلچير باسکېټ‌بال ملي لوبډله اسيا جام سياليو کې د ګډون په موخه ټایلنډ ته لاړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/04

د ويلچير باسکېټ‌بال ملي لوبډله په ۱۲ کسیز ترکيب سره په اسيا جام سياليو کې د ګډون په موخه د ټالنډ پلازمېنې بنکاک ته روانه شوه.

دغه سيالۍ چې ټاکل شوې د ۱۵ هېوادونو د ويلچير لوبډلې به په کې ګډون وکړي چې د روانې نومبر په ۶مه به پيل شي او ۱۵ ورځې بيا دوام وکړي.

د المپيک ملي کمېټې چارواکي وايي، افغان لوبغاړي له یوه کال راهیسې يادو سياليو ته پر چمتووالي بوخت وو او له همدې امله به د ويلچير باسکېټ‌بال اسيا جام په سياليو کې له بشپړ چمتووالي سره ګډون وکړي.

د المپیک ملي کمېټې ریيس احمدالله وثیق وايي: « زما ډېره تمه ده، ځکه چې زموږ دا لوبغاړي چې معلولین دي خو له معلولیت سربېره په تمریناتو کې ډېره خواري کوي. له دې وړاندې هم په دې برخه کې زموږ لوبغاړي تللي او ښې لاسته راوړنې یې لرلې. زما ډېر امید دی چې دا لوبډله به هم ډک لاس بېرته راځي.»

د ويلچير باسکېټ‌بال ملي لوبډلې روزونکي د لوبډلې چمتووالي ته په پام ډاډه دي چې د اسيا جام په سياليو کې به ښه وځلېږي.

د ويلچير باسکېټ‌بال ملي لوبډلې روزونکی قوام‌الدین غفوري وايي: « له افغانستان څخه ۱۲ تنه لوبغاړي، ۲ تنه روزونکي او یو تن ریفري لرو. همدارنګه یو تن کلاسفایر دی چې په انټرنېشنل برخه کې کار کوي. ټولټال ۱۶ تنه دا ورزشي اردو د ویلچر باسکېټ بال ده چې د ټایلنډ پلازمېنې بنکاک ته به ځي.»

د اسيا جام په تازه پيل کېدونکو سياليو کې به د مهالوېش له مخې افغان لوبدله په بي ګروپ کې له سيالو لوبډلو سره ولوبېږي.

د باسکېټ‌بال فډراسیون ریيس شکرالله ځیرک وايي: « په دې لوبو کې د افغانستان په ګډون ۱۵ هېوادونه ګډون کوي. د دې لپاره زموږ لوبغاړو له تېرې یوې میاشتې راهیسې ځانګړي تمرینات لرل. له ځانګړې روحيې او عزم سره به ګډون کوو.»

له دې وړاندې د فوټسال تنکيو ځوانانو ملي لوبډلې هم په عمان کې د اسيايي لوبو د فوټسال اتلولي وګټله چې د عامو افغانانو له لوري يې په پراخه کچه هرکلی وشو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي
لوبې

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

اپریل 13, 2026
د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي
لوبې

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل
لوبې

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله

فبروري 12, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist