Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د پښتونخوا لوبډلو په ګډون د والیبال سیالۍ پيل شوې

خوست کې د پښتونخوا لوبډلو په ګډون د والیبال سیالۍ پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/21

د خوست او نورو بېلابېلو ولایتونو ور اخوا له کوزې پښتونخوا د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې چې شاوخوا یوه نیمه میاشت به روانې وي.

مسوولان وایي، موخه يې په خوست کې د ځان وژنې وروستیو پېښو پر وړاندې خلکو ته د سالمې تفریح برابرولو ترڅنګ د مختلفو سیمو د لوبډلو او لوبغاړو وړتیاوې لوړول دي.

د سیالیو جوړونکی اسماعیل سالار وايي: « زموږ موخه دا ده چې دا څه موده کېږي خوست کې ځان وژنې پيل شوې، موږ غواړو د خلکو فکر او ذهن سپورټ ته را واړوو، ترڅو له ځان وژنې ډډه وکړي؛ ځکه ځان وژنه حرامه ده. له مشرانو مو هیله ده چې خپل ځوانان تشویق کړي، ترڅو په سالم ورزش بوخت شي.»

د خوست بدني روزنې آمریت آمر عطاءالله کډوال وايي: « د دې سیالیو لومړي مقام ته به مارک اېکس موټر او دویم مقام ته الټو موټر جایزه ورکول کېږي. د دغو لوبغاړو اعاشه هم ورکول کېږي او ټول ترتیبات ورته نیول شوي دي.»

اخوا لوبغاړي هم د مختلفو سیمو او ولایتونو ترمنځ دا ډول لوبې ګټور ګام یادوي او زیاتوي چې ځوان لوبغاړي به د دې سیالیو له لارې  له تجربه لرونکو لوبغاړو نوې مهارتونه زده کړي.

لوبغاړی منتظر حسین وايي: « نن د پاکستان ټیم په مقابل کې تدارکاتي مسابقه لرو، څه کوو دا لوبې وګټو.»

د والیبال لوبغاړی عدنان خان وايي: « موږ ښکته پورته ټول یو پښتون یو، دې کې بله خبره نه شته. ستاسو لوبغاړي ډېر تکړه دي، که چېرې حکومت اسانتیاوې ورته برابرې کړې، افغانستان به ډېر غټ نوم ولري.»

د پښتونخوا لوبغاړی احسان الله احسان وايي:« دا د خوست خلکو لپاره ډېر د ویاړ ځای دی چې دا ډول ټورنمنټ یې جوړ کړی. په دې کې هم د کوزې پښتونخوا او هم د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو لوبډلې په کې برخه لري.»

د خوست او کوزې پښتونخوا د لوبغاړو دا ګډې سیالۍ داسې مهال ترسره کېږي چې د پاکستاني حکومت وروستیو محدودیتونو له امله د قبایلې سیمو او خوست ولایت خلکو ترمنځ د نورو اړیکو ترڅنګ، په ورزشي فعالیتونو هم منفي سیوری غوړلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي
لوبې

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

اپریل 13, 2026
د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي
لوبې

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل
لوبې

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله

فبروري 12, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist