Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کرېکټ لوبغالي کې نوې پراختیايي پروژې پيل شوې

خوست کرېکټ لوبغالي کې نوې پراختیايي پروژې پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/26

په خوست ولایت کې د رحمت ولي مسرور کرېکټ لوبغالی چې د هېواد او سوېل ختیځ زون پر کچه د کرېکټ له مهمو لوبغالو بلل کیږي، تازه په کې د کرېکټ بورډ له خوا د شاوخوا ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د نندارچیانو لپاره د نویو ځایونو جوړولو چارې پیل شوې.

چارواکي وايي، د یادې پروژې له پلي کېدو سره به په دې لوبغالي کې د ننداره کوونکو د ځایونې ظرفیت ۱۵ زرو تنو ته لوړ شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د انجینرۍ څانګې مشر ممتاز عمرزی وايي: « د دې پروژې له پای ته رسېدو وروسته راتلونکی کال د ننداره کوونکو لپاره د ناستې ځای او سیوري تدابیر په پام کې نیول شوي. موږ په دې اړه له بهرنیو کمپنیو سره په تماس کې یو، ترڅو د ناستې لپاره د څوکیو او سیوري جوړولو پروژه هم پيل کړو.»

د افغانستان کرېکټ بورډ استازی رحمت الله احمدي وايي: «  همدارنګه هڅه کېږي چې په ټول هېواد کې د کرېکټ د ودې او پرمختګ لپاره ګڼ سهولتونه رامنځته شي. د کرېکټ بورډ رهبرۍ تل هڅه کړې چې کرېکټ د هېواد لرې پرتو سیمو ته هم ورسوي.»

اخوا د کرېکټ یو شمېر مینه وال او لوبغاړي له  کرېکټ بورډ غواړي چې په دې ولایت کې د کرېکټ د سلګونه زره مینه والو ترڅنګ، لسګونه لوبغاړي شته چې باید ورته د اسانتیاوو په برخه کې لا ډېر پلانونه تطبیق شي.

خوست کې د کرېکټ یو لوبغاړی حضرت الله وايي: « د خوست د دې دولتي اکاډمۍ پېچونه[ویشتنځایونه] پخوا کم و، اوس ۸ ته رسېدلي، خو د لوبغاړو شمېر ته په کتو دا پېچونه اوس هم کم دي.»

د خوست اوسېدونکی سراج حقمل وايي: « دا ډېره مهمه ده چې دا ډول لویې او مهمې پروژې په لاره واچول شي، ځکه چې د خوست زرګونه کسان د کرېکټ مینه وال دي او دلته د نندارې لپاره راځي.»

د خوست اوسېدونکی محمد وسیم وايي: « په راتلونکي کې د نورو اسانتیاوو غوښتنه هم لرو. اوس هم د سایه بان او لایټېنګ سیسټمونو نیمګړتیاوې شته دي.»

رحمت ولي مسرور کرېکټ لوبغالي کې د یادې رغنیزې پروژې د چارو له پیل سره هم مهاله د کرېکټ بورډ چارواکي وایي، په پام کې ده چې د هېواد د څلورو زونونو ستر لوبغالي له نړیوالو معیارونو سره سم جوړ او په عصري اسانتیاوو سنبال شي.

د دوی په خبره، سږ کال د دغو رغنیزو پروژو عملي کارونه او چارې پیل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي
لوبې

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

اپریل 13, 2026
د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي
لوبې

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل
لوبې

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله

فبروري 12, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist