Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/15

د میدان وردګو ولایت بندچک ولسوالۍ کې نیمه شپه سلګونه کسان د تفریح او کرېکټ لوبو نندارې په موخه داسې ځای راټول شوي چې یو وخت د جګړې لومړۍ کرښه وه.

مسوولین وایي، دا لومړی ځل دی چې په دې ولایت کې د شپې له خوا د کرېکټ سیالۍ ترسره کېږي.

 که څه هم یاد مسوولین په کمو امکاناتو د دې سیالیو د چمتو کولو خبره کوي، خو په راتلونکي کې له سپرست حکومت او اړوند ورزشي ادارو د ملاتړ غوښتنه کوي.

د بندچک ولسوالۍ د ورزشي کمېټې ویاند ذبیح‌الله ارمان وايي: « دلته د کرېکټ، والیبال او غشي ویشتلو یو ډېر لوی ټرنمېنټ په لاره اچول شوی دی. په کومه پای لوبه کې چې تاسو موجود یاست، په دې کې ۱۲ لوبډلو برخه لرله او دا یو شپنی لیګ و. همدارنګه موږ د ورځې له خوا هم د کرېکټ لوبې لرلې چې په کې ۸۲ ټیمونو برخه لرله. د والیبال په لوبو کې ۹۲ ټیمونو او د غشو ویشتلو په لوبو کې ۱۵ ټیمونو ګډون درلود. د ټول ولایت پر کچه همدا یو دولتي چمن لرو او که چېرې د بند ساحه پاکېږي، نو دا چمن هم له منځه ځي. موږ د لوبو لپاره خاص میدانونه او ځایونه نه لرو.»

د کرېکټ په دې لوبو کې د بېلابېلو ولایتونو ۱۲ لوبډلو د «چک ښکلا جام» کرېکټ اختریزو سیالیو تر نامه لاندې سیالۍ وکړې.

یادو لوبډلو د اتلولۍ خپلولو په موخه په دوو ګروپونو کې شاوخوا ۵ ورځې سیالۍ ترسره کړې چې په پای کې بندچک او ملکزي اتلانو لوبډلې پایلوبې ته ووتې.

پایلوبه کې بندچک کرېکټ لوبډلې د سیالۍ پچه (ټاس) وګاټه او لومړی یې د توپ ‌اچونې پرېکړه وکړه. ملکزي اتلانو په ټاکلو ۸ اورونو کې د خپلو ۸ لوبغاړو په زیان سره سیالې لوبډلې ته ۸۸ منډې هدف وټاکه.

بندچک لوبډلې په ځواب کې د سیالۍ په وروستي اور کې د خپلو ۵ لوبغاړو په زیان د ۸۸ منډو ټاکل شوی هدف ترلاسه او د «چک ښکلا جام» اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د دې جام یو تن لوبغاړی محمد شعیب وايي: « په لومړي ګام کې خپل ټیم ته مبارکي ورکوم او بیا د ټورنمېنټ له مسوولینو مننه کوم چې لوبغاړو ته یې دا ډول فرصت برابر کړی و. دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې موږ دا ټورنمېنټ د امن په فضا کې ترسره کوو.»

د چک ښکلا جام یو بل لوبغاړی سهیل خان وايي: « زه له ټولو مینه والو مننه کوم چې دلته راغلي او موږ تشویقوي. دلته زموږ له توقع ډېر کسان راغلي. همدارنګه له مسوولینو مننه کوم چې په لږو امکاناتو یې دغه شان لوی ټورنمېنټ برابر کړ.»

که څه هم لوبغاړي په دې امکاناتو د سیالیو له ترسره کېدو خوښ دي، خو په خبره یې بسنه نه ‌کوي او مسوول چارواکي دې د کورني کرېکټ د پیاوړتیا او ځوانانو هڅونې په موخه دا ډول سیالۍ لا ډېرې کړي.

یو تن لوبغاړی برهان خان په دې اړه وايي: « تاسو به لیدلي وي چې په دې جام کې ډېر غټ غټ استعدادونه دي، دا به را برسېره کېږي او ګټه به ترې اخیستل کېږي. که دغه شان لوبې ادامه ولري، لرې نه ده چې چک به هم د استعدادونو کور شي، کورني او نړیوال کرېکټ ته به ښه لوبغاړي وړاندې کړي.»

یوبل لوبغاړی محمد یعقوب وايي: « له مسوولینو مو غوښتنه ده چې دلته د کرېکټ او والیبال په ګډون نورو لوبو ته هم ښه میدانونه جوړ کړي، ټورنمېنټونه په لاره واچوي، ترڅو استعدادونه راشي او لوبې وکړي.»

د لوبې نندارې ته راغلي خلک بیا د شپې له خوا د لوبو ترسره کېدل ستایي.

 دوی وایي، دا ځای په تېر کې د جګړې لومړۍ کرښه وه چې له امله یې دوی حتا د ورځې خپلو چارو ته رسېدنه نه ‌شو کولی، خو په خبره یې اوس نیمه شپه تفریح کوي او د سیالیو له نندارې خوند اخلي.

د لوبو یو تن نندارچي عابدالله وايي: « دلته پخوا جګړې وې، د شپې خو څه چې حتا د ورځې هم چا دلته تګ راتګ نه شو کولی. دا د ویاړ خبره او ځای دی چې امنیت دی او ځوانان د شپې په دې وخت راټول شوي، سپورټ کوي او اختر په رنګینو مېلو نمانځي.»

یو تن بل نندارچي زاهد الله وايي: « تاسو وینئ چې دلته د ۳۴ نندارچیان راغلي. که تاسو ترې پوښتنه وکړئ، دوی به خپله ښه احساس درته بیان کړي.»

د سیمې یو شمېر اوسېدونکي بیا بندچک ولسوالۍ او په ځانګړې توګه د چک برېښنا بند ته د مسوولینو د نه ‌پاملرنې له امله نیوکه کوي او وايي، سرپرست حکومت باید د برېښنا دغه بند فعال او په دې سیمه کې پراختیایي پروژې پلې کړي.

د سیمې یو تن اوسېدونکی عابد الرحمان وايي:« دلته د اوبو او برېښنا د تولید لوی بند دی، خو لکه څرنګه چې تاسو وینئ، موږ جنراټورونه چالان کړي او برېښنا تولیدوو. دا برېښنا هغه کیفیت نه لري چې ورته اړتیا ده.»

د سیمې یو بل اوسېدونکی فضل الهادي وايي: « له حکومت او مسوولینو غوښتنه کوو چې دغه لوبغالي ته کار وکړي، برېښنا او نور امکانات برابر کړي، ترڅو ولس له دا ډول لوبو خوند واخلي.»

د یادونې وړ ده چې د «چک ښکلا جام» تر سرلیک لاندې د کرېکټ سیالیو ترڅنګ د والیبال او غشي ویشتلو لوبې هم ترسره شوې.

د یاد ټورنمېنټ په پای کې د مسوولینو له خوا ګټونکو لوبډلو ته نغدي جایزې او مډالونه ورکړل شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي
لوبې

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

اپریل 13, 2026
د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي
لوبې

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل
لوبې

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله

فبروري 12, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist