Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
راشد خان د ډېرو وېکټو اخیستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

راشد خان د ډېرو وېکټو اخیستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/06

راشد د خان ارمان په ۲۰۱۵ کال کې نړیوال کرکټ ته راغی او خپله لومړۍ لوبه یې د زیمبابوي ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه.

 له هغه مهاله تر دې دمه د ۹ کالو په تېرېدو سره راشد خان د ټېست او پنځوس اوریزو لوبو سربیره، ۴۶۱ شل اوریزې لوبې کړې او د ۶۳۳ لوبغاړو په سوځولو سره یې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

 تراوسه د نړۍ په کچه هېڅ لوبغاړي په شل اوریزو لوبو کې دومره ویکټې نه دي ترلاسه کړې.

د کرېکټ ملي لوبغاړی راشد خان د خپل جوړ کړي ریکارډ په تړاو وايي، نن که راشید خان هرڅه دی، نو د خپل هېواد په نوم دی او پرمختګ یې هم د وطن لپاره دی.

هغه په دې اړه وايي: « د خدای شکر اداء کوم چې په کرېکټ کې مې یوه بله کارنامه هم ثبت کړه. موږ چې هر څه یو، د وطن په نوم یو او هر پرمختګ مو د وطن لپاره دی. زه خوشحال یم چې په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ داسې لومړی بالر شوم چې ۶۳۳ ویکټې مې اخیستې دي.»

د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وايي: « راشد خان یو افسانوي لوبغاړی دی او د افغانستان پر کرېکټ یوه غټه پېرزوینه ده. که د راشد خان نورو کارنامو ته وګورئ، هغه په شل اوریزه لوبه کې د لسیزې غوره لوبغاړی دی چې دا هم یو ستر اعزاز دی. همدارنګه په دې وروستیو کې د کرېکېټ د نړیوالې شورا له خوا د ۲۰۲۴ کال په غوره شل اوریزې لوبډله کې هم شامل شو. دا ټول هغه ویاړونه دي چې ډېر کم لوبغاړي یې په خپل نوم لري. که د افغانستان په کرېکټ او لاسته راوړنو او بریاوو کې د راشیدخان رول وګورئ، پرته له شکه چې دا ډېر ځانګړی رول دی او ډېر د پام وړ دی.» 

د کرېکټ څارونکي بیا راشد خان یو بې ساری لوبغاړی یادوي او وايي، د نړۍ ټولو سوداګریزو لیګونو کې هره لوبېدونکې لوبډله هیله لري چې راشد خان ورسره ولوبیږي.

کرېکټ څارونکی عبدالمالک شینواری وايي: « راشد خان د نورو بالرانو په پرتله یوه ځانګړتیا لري او هغه دا ده چې هېڅ وخت تر فشار لاندې نه راځي. که څلوریزه پرې ولګېږي یا شپږیزه، دی خپل لین کې بال کوي. همدا یې د کامیابۍ راز دی او وېکټې اخلي. کله چې راشید په لوبډله کې وي، پر مقابل ټیم حتمن فشار پروت وي. ډېر نړیوال لیدونکي، فالوورز او مینه وال لري او د ده لوبې خوښووي. د نړۍ پر کچه جوړېدونکی هر لیګ هڅه کوي چې راشد خان ځان سره ولري.»

کرېکټ پوهان راشد خان نه یوازې د افغانستان کرېکټ بلکې د نړۍ د کرېکټ په تاریخ کې افسانوي لوبغاړی بولي او وايي، راشد هغه څوک دی چې په ډېره کمه موده کې یې زیات پرمختګ کړی او ټول هغه لوبغاړي یې شاته پرېښودل چې له راشید خان کلونه وړاندې نړیوال کرکټ ته راغلي و او د شل اوریزو لوبو مخکښ توب اچوونکي بلل کېدل.

د کرېکټ بورډ پخوانی رییس عزیزالله فضلي وايي: « راشد خان یوځل بیا وښوده چې د نړۍ پر کچه یو له هغو لوبغاړو دی چې په نړۍ کې کم ساری لري. دا افتخار چې ده د سوېلي افریقا په تجارتي لیګ کې زیاتې وېکټې ترلاسه کړې او هغه لوبغاړی یې شاته پرېښود چې له ده ډېر مخکې کرېکټ ته راغلی و، یعنی براوو او نارین چې دواړه د وېسټ انډیز لوبغاړي دي. په هر حال، د هر افغان دغه شان ریکارډ د افغانستان لپاره د ویاړ خبره ده.»

له راشد خان وړاندې په شل اوریزو لوبو کې د زیاتو وېکټو ریکارډ د وېسټ انډیز له لوبغاړي ډي جې براوو سره و.

براوو په ۵۸۲ لوبو کې ۶۳۱ وېکټې اخیستې دي، خو اوس افغان لوبغاړي راشید خان دغه ریکارډ په خپل نوم کړ او په ۴۶۱ لوبو کې یې ۶۳۳ وېکټې واخیستې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي
لوبې

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

اپریل 13, 2026
د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي
لوبې

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل
لوبې

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله

فبروري 12, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist