Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرېکټ؛ افغان ۱۹ کلنو لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

کرېکټ؛ افغان ۱۹ کلنو لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/25

افغان ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په خپله څلورمه لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دغې لړۍ خپله درېیمه بریا یې هم د افغانستان په نوم کړه.

په دې لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۹ منډې وکړې، خو افغان لوبډلې په ۲۱.۲ اوورونو کې ټاکلی هدف ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وايي: « د افغانستان له ۱۹ کالو کم عمره ملي لوبډلې د درې اړخیزه لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې د متحده عربي اماراتو له ۱۹ کالو کم عمره لوبډلې ته ماتې ورکړه. دوی وکولی شول چې په دې بریا سره له خپلو څلورو سیالیو دری سیالۍ وګټي او پایلوبې ته لاره پيدا کړي.»

له دې سره، ټاکل شوې د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډله د سې ‌شنبې په ورځ د پاکستان ۱۹ کلنو له لوبډلې سره د لوبې لپاره ميدان ته ښکته شي.

 د کرېکټ بورډ ویاند وايي: « افغان نو۱۹ کلنه لوبډله به د سه شنبې په ورځ چې د نومبر میاشتې ۲۶ نېټه کېږي، په پایلوبه کې له پاکستان سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.»

د کرېکټ بورډ ویاند د افغانستان، پاکستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ روانه دری اړخیزه لوبلړۍ د افغان لوبډلې د چمتوالي لپاره مهمه بولي او زیاتوي، ټاکل شوې له دې لوبلړۍ وروسته افغان لوبډله د ۱۹ کلنو په آسیا جام کې ګډون وکړي.

سید نسیم سادات وايي: « په ټوله کې دغه لوبلړۍ د افغانستان له ۱۹ کالو کم عمره لوبډلې لپاره ډېره ښه لوبلړۍ وه او په هره برخه کې ښه چمتوالی ترسره شو. زموږ ځوانان په توپ اچونه، توپ وهنه او توپ ټولونه کې ښه وځلېدل. له دې لوبلړۍ وروسته د ۱۹ کلنو آسیا جام سیالۍ پيل کېږي او د افغانستان لوبډله به هم په کې ګډون کوي.»

ټاکل شوې ده چې د ۱۹ کلنو آسیا جام سیالۍ د نومبر میاشتې پر ۲۹مه نېټه پیل او د ډسمبر تر اتمې دوام وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي
لوبې

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

اپریل 13, 2026
د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي
لوبې

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل
لوبې

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله

فبروري 12, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist