د اسرائیلو جولان لوړو پر سیمې د توغندیز برېد په پایله کې چې د فوټبال پر لوبغالي لګېدلی، ۱۲ کسان په کې وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نور ټپيان شوي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له دې پېښې وروسته حزب الله ډله د دې پېښې مسووله بللې او دې ډله ته یې د سخت ځوابي برېد خبرداری ورکړی.
د نوموړي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نتنیاهو د دروزي ټولنې له مشر سره غمشریکي ښودلې او ویلي، چې حزب الله ډله به د دې کړنې لپاره لوړه بیه پرې کړي.
نتنیاهو زیاته کړې:« حزبالله ډله به لوړه بیه پرې کړي. داسې بیه چې تر دې وړاندې یې نه وي پرې کړي.»
اسرائیل وايي، حزب الله ډلې دغه توغندیز برېد د لبنان شمالي برخې اړوند له چیبا نومې سیمې کړی او د ایران په لاس له جوړ شوي توغندي په کې کار اخیستل شوی.
خو حزب الله ډلې د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، له دې برېد سره هېڅ راز اړیکه نه لري.
دې ډلې په لبنان کې د ملګرو ملتونو لنډمهاله ځواکونو ته د اسرائیلو د هر ناسنجیده احتمالي غبرګون په تړاو خبرداری ورکړی.
د حزب الله ډلې د خبرپاڼې یوه برخه:« اسلامي مقاومت په مطلق ډول له دې پېښې سره هېڅ راز اړیکه نه لري او په دې تړاو هر ډول د درواغو تورونه په کلکه ردوي.»
دغه برید په نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزېف بوريل، دغه برید غندلی او په اړه یې د پراخو نړیوالو څېړنو غوښتنه کړې.
له دې برید وروسته اسرائیلو د يکشنبې ورځې په سهار لبنان کې پر یو شمېر اهدافو هوايي برېدونه کړي، چې د احتمالي مرګ ژوبلې په تړاو جزییات نه دي ورکړل شوي.
بل پلو اسرائیلي ځواکونو په غزې کې یو ښوونځی پر نښه کړی، چې په کې ۶۶ تنه وژل شوي او شاوخوا س۱۰۰ نور ټپیان دي.
د جولان اشغال شوې سیمه په ۱۹۶۷ز کال کې د منځني ختیځ د جګړو پر مهال له سوریې څخه په زوره نیول شوې او د اسرائیلو له خاورې سره ضمیمه شوې، له همدې کبله د سیمې ډېری هېوادونه یې په رسمیت نه پېژني او د سوریې برخه یې ګڼي.