Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پارکونو ته د ښځو پر تګ بندیز نړیوال غبرګونونه پارولي

admin by admin
2022/11/14

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت هغه پرېکړه له سختو غبرګونونو سره مخ ده،چې له مخې یې تر دې وروسته ښځې پارکونو ته د تګ اجازه نه لري.

 د افغان نجونو،ښځو او بشر حقونو  په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د اسلامي امارت دا پرېکړه د بې وزلۍ زیاتېدو او په لویه کچه د مهاجرت رامنځته کېدو پيل ګڼي. 

امیري زیاته کړې:« هغوی چې له یوه افراطي افغانستانه وېره لري باید د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له تګلارو خبر وي. د دوی د زده کړو، په ډېرو سکتورونو کې د کار کولو، ان کوچنۍ خوښۍ لکه پارک ته د تګ څخه انکار کوي. دا افراطیت به د بې ثباتۍ، بې وزلۍ او د زیات نفوس د تښتې لامل شي.» 

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر دا پرېکړه د افغان ښځو، ماشومانو او ټول ولس لپاره سخته بللې او په خبره یې بدې پایلې به ولري.

ډیکر زیاتوي:« داسې راپورونه مې اوریدلي،چې ګواکې افغانستان کې ښځې پارکونو ته له تګ منع شوې دي. که دا خبره حقیقت ولري،نو هېڅ د منلو وړ نه ده. ښځې هم د نارینه وو په شان پارک ته د تګ حق لري. سربېره پر دې، دوی د ټولنې هغه قشر دی،چې ماشومان رالویوي او دا د هغوی حق دی،چې د تفریح او تازه هوا اخېستلو لپاره پارک ته ولاړې شي. دا د ښځو ، ماشومانو او د ټول افغانستان لپاره یوه بده پریکړه ده.» 

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف بیا وايي،د پارکونو مسوولینو او ښځو د دوی له لورې ورکړل شوې سپارښتنې نه عملي کولې، ځکه خو یې پر وړاندې دا ډول پرېکړه وکړه. 

د ياد وزارت د مالوماتو له مخې،پرېکړه یې د اوس له پاره د تطبیق وړ ده او معلومه نه ده، چې ښځې به بیا کله وکولای شي پارکونو ته د تګ اجازه ولري. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist