Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې د پنبې کارخونه لرونکي: پاکستان مو ۳۰ میلونه ډالر یرغمل ساتلي

admin by admin
2022/09/06

په سویلي کندهار ولایت صنعتی پارک کې دا مهال شااوخوا۲۰ د پنبې د پروسېس  کارخونې فعاليت کوي،چې په کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. 

د پنبې یوې کارخونې کارکوونکی  محمود شاه آغا وايي:« له موږ سره د سیزن پر مهال دې کارخونه کې شااوخوا ۵۵ تنه کارکوونکي کار کوي. اوس د سیزن وخت نه دی، له ۲۵ تر ۳۰ کسانو پورې اوس له موږ سره  کار کوي.» 

کندهار کې د پروسېس شوي پنبې زياته برخه پاکستان ته صادريږي،خو د پنبې کارخونو لرونکي بیا وايي، پاکستان يې د پنبې د پلور له درکه ۳۰ مېلونه ډالره د پور پېسې نه ورکوي،چې په دې توګه دې ولایت کې د پنبې د پروسېس کارخونې له ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي، پاکستان له دې لاري غواړي، په کندهار کې د پنبې شته کارخونې وتړي او دغه صنعت هم پاکستان ته ولېږدوي.

د پنبې یوې کارخونې مسوول احمد الله وايي:« داسې ستونزې کله کله راځي. زموږ پنبه واخلي او بیا یې پیسې ځنډوي. له دې سره زموږ  کار هم خراب کېږي. پنبه چې وپلورل شي او پیسې موږ ته راکړي،بیا موږ پرې نوره پنبه اخلو. په دې برخه کې یو څه ستونزې شته دي.»  

بل خوا د یاد ولایت د کانونو او صنايعو رياست مشر سيد سرور اماني بیا وایي،نورو بازارونو ته د صنعتکارانو د نه لاسرسي له امله پاکستان د پنبې د کارخونه لرونکو پېسې ځنډوي.

اماني زیاتوي:« متاسفانه چې موږ اوس نورو هېوادونو ته لاره نه لرو،هغه خپلې دغه تخنیکي ستونزې دي،چې دوی زموږ له دغو ستونزو غلطه استفاده کوي.» 

خو د کندهار د صنعتي پارک امر مفتي علي محمد وایي،د اسلامي امارات مسوولين د دې ستونزي د هواري په لټه کې دي. 

د کندهار په صنعتي پارک کې له دوه سوه زياتي  کارخونې فعاله وې،چي يو شمېر يې دا مهال د برښنا د نشت، خامو موادو کمښت او د توليداتو لپاره یې د بازار د نشتوالي له امله تړل شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist