Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: لویه جرګه د افغانستان عنعنه او تاریخي دود دی

admin by admin
2022/06/28

لویه جرګه په سیاسي او ټولیزه توګه د لویو، ملي او اختلافي مسایلو د حل یوه ښه مرجع بلل کېږي.

د افغانستان بنسټ هم د لویې جرګې له لارې ایښودل شوی دی،چې په معاصر تاریخ کې د احمدشابابا له ټاکلو رانیولې بیا تر ننه د هغو لویو مسایلو پرېکړې لویې جرګې کړي دي،چې د حکومتونو له وس وتلی کار وه.

کارپوهان وايي، لویه جرګه د افغانستان عنعنه او تاریخي دود دی،چې له نورې نړۍ سره توپیر لري او ټولې پرېکړې یې عملي دي.

دیني عالم او حقوق پوه صلاح الدین سعیدي وايي:« لویه جرګه راوغوښتل شي،که نه؟ هو! داسې ناستې او تفاهمات  اړین دي،چې اصلي مشروعیت ته کار وشي، هغه داده،چې په دې مرحله کې چې دا انقلابي او  د ټوپک د خولې بدلون راغلی، د دې تغیراتو او قانون حاکمیت قوانینو جوړولو او نظام د مشروعیت لپاره ملت ته باید مراجعه وشي.» 

کارپوهان وايي، افغانستان په لویو نړیوالو سیاستونو کې هم د جرګې له پرېکړو کار اخېستی او په همدې توګه یې په ځينو نړیوالو مسایلو کې خپل بې پریتوب اعلان کړی دی.

طالبان هم تیار شوي دي،چې د لویې جرګې له لارې ملي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي.

په دوو لسیزو کې د جرګو څرنګوالی او د برخوالو پروسیجر باندې کلکې نیوکې وې،چې تاریخي او دودیز ارزښت یې له منځه وړی دی.

کارپوهان وايي،شلو کلونو کې د جرګې غړي د ملي او ولایتي شوراګانو،مدني ټولنې، سیاسي احزابو او د مطبوعاتو له خوا ټاکل کېدل،چې د ښځو په ګډون د ټولنې اقشارو استازو ته په کې د ګډون حق ورکول کیده.

اوس چې اسلامي امارت په لومړي ځل یو داسې اقدام کوي،کارپوهان نیوکې کوي،چې د لویې جرګې تشکیل او جوړښت له خلکو پټ جوړ شوی.

د سیاسي چارو کارپوه ویس ناصري وايي:« په تیر کې دا ډول جرګو لپاره کمېسیون  جوړېده،د خلکو او احزابو سره خبرې او کمپاین کېده،چې د وخت د حاکمانو پلان او غوښتنې یې پلي کولې. اوس خلک او مطبوعات ناخبره دي، له چاسره مشوره نه ده شوې، طالبان خپل اعتمادي کسان راټولوي.  که طالبان غواړي،یو ټول منلی حکومت رامنځ ته کوي،داسې یو مجلس او جرګه دې رامنځ ته کړي،چې ټول لوري په کې شامل وي.» 

نږدې شپږ ځلې دافغانستان اساسي قانون د لویې جرګې له لارې جوړ او اعلان شوي دي.

خو هغه ډول جرګې،چې اساسي قانون کې ورته کتنه شوې، افغانستان کې نه دي جوړې شوي او تل حکومتونو د ځان پر ګټه راڅرخولي دي.

طالبانو په تېرو شلو کلونو کې چې کومې جرګې جوړې شوي دي ورسره مخالف یې کړی دی او پرېکړې یې غندلي دي، چې یوه یې د امریکا له متحده ایالتو  سره د سترایژیک تړون لاسلیک  کولو لپاره رابلل شوې جرګه وه، او وروستۍ جرګه د اسلامي‌امارت د پنځه ‌زره بندیانو د خلاصولو په تړاو وه.

اوس به ولیدل شي،چې اسلامي امارت له کومو بدلونو سره لویه جرګه جوړوي او ګډونوال به یې پر کومه کچه او څوک وي،خو د کارپوهانو ټینګار داده،چې دغه جرګه او د جرګې غړي دې بې طرفه راوبلل شي او هغه ارزښت ته دې درناوی وشي،چې دافغانستان په تاریخ کې لویې دودیزې جرګې ته ورکول شوی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist