Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له نړیوالو د ا.ا مشرتابه غوښتنه؛ حکومت مو پر رسمیت وپېژنئ

admin by admin
2022/04/30

د اسلامي امارت امیر المومنین ملا هبة الله اخوندزاده په خپل اختریز پیغام کې چې، د جمعې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غويي پر ۹ مه خپور شو، افغان ولس ته د کوچني اختر مبارکي ویلې او پدغه پیغام کې يې په مهمو مسایلو  ټینګار کړی

اخوندزاده په دغه پیغام کې ویلي، د هېوادونو ترمنځ تعاملات یو له بل سره تړلي دي او د همدې اړتیا پر اساس باید نړیوال د افغانستان حکومت پر رسمیت وپېژني.

د پیغام یوه برخه:« بې له شکه،چې نړۍ د یوه کلي حیثیت پیدا کړی، د هېوادونو ترمنځ تعاملات یو له بل سره تړلي دي. زموږ هېواد افغانستان د نړۍ په سوله او امن کې خپل رول لري، د همدې اړتیا پر اساس باید نړیوال د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني،ترڅو خپلې ټولې ستونزې د ډیپلوماټیکو نورمونو او اصولو په چوکاټ کې په رسمي او مسوولانه توګه حل کړو.» 

د مبارکۍ په دغه پیغام کې ویل شوي،اسلام امارت ټولو افغانانو ته عمومي بښنه کړې او مخالفې ډلې دې په همدې موخه له مخالفته لاس پر سر شي.

د پیغام یوه برخه:« د افغانستان اسلامي امارت خپلو ټولو مخالفینو ته عمومي عفوه وکړه او په عمل کې یې نافذه کړه، د عفوې د مقتضا پر اساس یوځل بیا ټولو هغو افغانانو ته بلنه ورکوم،چې لا هم د مخالفت نیت او اراده لري. راځئ!چې نور په خپل کور کې د وروڼو غوندې آرام او هوسا ژوند وکړو. دا هېواد د هېڅ ډول توطئو د عملي کولو توان نه لري. هغو افغانانو ته بلنه ورکوم،چې له هېواده وتلي دي او په پردیو هېوادونو کې د مجبوریت ژوند تیروي.» 

د  اسلامي ‌امارت د مشرتابه په دغه پیغام کې ټینګار شوی دی،چې له افغانستانه به هېڅ هېواد ته ګواښ پيښ نه شي.

پیغام کې وړاندې ویل شوي،چې  د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې تړون شته دی او ټینګار کوي،چې دغه تړون دې بشپړ عملي شي.

د  پیغام یوه برخه:« موږ اجازه نه ورکوو،چې له افغانستانه هېڅ کوم بل هېواد ته ګواښ متوجه شي، همدا ډول له نورو هېوادونو هم غواړو،چې له زموږ سره ورته ښه مثبت او په متقابل درناوي ولاړ تعامل ولري. د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې تړون شتون لري، د هغه تړون پر اساس به امریکا د افغانستان په کورنیو مسایلو کې مداخله نه کوي او هم ټینګار کوو،چې د دوحې تړون دې بشپړ عملي شي او د فشار پر ځای دې د همکاریو په روحیه پرمختګ وشي. اسلامي امارت له خپله لوري کړې ژمنې عملي کړي او عملي کوي یي.» 

د اسلامي امارت مشرتابه نړۍ سره پر دوه اړخیزو اړیکو باور، د ښځو او نارینه وو زده کړو ته د شرعي فضاء برابرلو، د بیان پر شرعي ازادۍ، د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا خلکو سره په غوره رویې او د ګڼو نورو مهمو مسایلو یادونه او خبره کړې ده.

د پیغام یوه برخه:« د تعلیم او زده کړو د لا پیاوړتیا لپاره د افغانستان اسلامي امارت لاس پر کار دی،د دیني او عصري زده کړو لپاره یې د هېواد په ډېرو مرکزي او لرې پرتو سیمو کې نوي ښونځي او مدرسې پرانستې دي. اسلامي امارت د بیان آزادۍ ته هم د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ژمن دی او د سالمو او مثبتو نشراتو ملاتړ کوي.» 

د اسلامي امارت امنیتي مسوولین وايي،د راتلونکي کوچني اختر لپاره یې د بشپړ امنیتي تدابیرو تیاری کړی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist