Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار د اوسپنې او پلاستیک د توليد له اړخه پر ځان بسيا شوی 

admin by admin
2022/03/28

د کندهار ولایت کانونو او  صنايعو خونې مشر سید سرور اماني وایي، دا مهال د کندهار له صنعتي پارک له کارخونو د خوراکي توکو،اوسپنې، مشروباتو او پنبې توليدات ترلاسه کیږي. 

اماني وایي، دا مهال د اوسپنې او پلاستیک د توليد په برخو کې پر ځان بسیا شوي او پر وینا یې په راتلونکې کي به دا صنعتي پارک نور هم  پياوړی شي.

اماني زیاتوي:« خوشبختانه د اوسپنې په صنف کې، سیخ ګول او نورو توکو برخو  کې پر ځان بسیا یو. همدارنکه د پالاستیک په صنف کې موږ پیپونه، په ساختماني چارو کې هغه څه چې کارول کېږي، د بیلګې په ډول، پیپونه،زانو خمونه او نور، په دې برخه کې هم اوس پر ځان بسیا یو.اوس له بهر اړتیا نه لیدل کیږي،چې موږ په دغو برخو کې واردات ولرو.» 

خېر ګل افغان،چې د کندهار په صنعتي پارک کې د اوړو د توليد  کارخونه لري وايي،صنعت يې د ودې په حال کي دی.افغان زیاته کړه:« دوه شفیتونو کې شااوخوا ۷۰  کاریګر کار په کې کوي، په ۲۴ ساعتو کې که چیرې موږ برښنا ولرو، د  ۲۵۰ ټنه ظرفیت لرو، چې دغه د کندهار لپاره د ځان بسیاینې پر لور یو ګام دی.» 

د کندهار صنعتی پارک کي د کرنيزو توکو د توليد د يوې کارخونې کارکونکی امين الله وایي، دوی اوس کولای شي،چې د بهرنیو کاريګرو له مرستي پرته معياري توليد ولري.

د کندهار د برېښنا شرکت استازی احمد ضیاء ابدالي وایي، تر راتلونکو څلورو مياشتو پوری به د دغه ولایت د صنعتي پارک د برېښنا د پارچاوۍ ستونزه هم له منځه يوسي.

ابدالي زیاتوي:«  کله چې د کجکي دویم پاس تکمیل شي، نو تر درې یا څلورو میاشتو پورې  به انشاء الله د برښنا ستونزه تر ډېره پورې حل شي. » 

د مالوماتو له مخې، د کندهار د صنعتي پارک د ۲۶۰ کارخونو له ډلې ۹۶ کارخونې فعاله دي، چې ټولي يې د برېښنا د نشت له امله په شخصي لګښت فعاليت کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist