Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پکتیا کې د سکیټ لوبغاړي د لوبو لپاره د لوبغالي او نورو امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي 

پکتیا کې د سکیټ لوبغاړي د لوبو لپاره د لوبغالي او نورو امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/23

په سوېل پکتیا ولایت کې د سکېټ لوبغاړي وايي، د لوبې مینه وال ورځ تر بلې په ډېریدو دي،خو د تمرین لپاره لوبغالی او اړین ورزشي وسایل په واک کې نه لري.

دوی د اولمپیک ملي کمیټې غواړي،چې د لوبو لپاره ورته لوبغالی جوړ او د ورزشي وسایلو برخه کې ورسره مرسته وکړي.

پکتیا کې د سکېټ یو تن  لوبغاړی وايي:«موږ په  پکتیا کې مشخص ځای او لوبغالی نه لرو،چې هلته تمرین وکړو. غواړو، پر کور د ننه او بهر لوبې تر سره کړو او هېواد ته ویاړونه راوړو.»

پکتیا کې د سکیټ یو بل لوبغاړی بیا وايي:« له حکومت  مو غوښتنه دا ده،چې موږ ته لوبغالی جوړ کړي،ترڅو له سړکونو رامنع شو،چې هر وخت په کې له ګواښ سره مخ یو.»

د سکیټ روزونکی ذبیح الله هم له اولمپیک ملي کمیټې غواړي،چې د لوبغالي جوړولو تر څنګ دې لوبغاړو ته پر کور دننه او بهر د لوبو زمېنه برابره کړي.

پکتیا کې د سکیټ لوبې روزونکی ذبیح الله وايي:« زموږ هېله دا ده،چې هېواد ته ویاړونه راوړو.ایران،پاکستان او نورو هېوادو کې لوبغاړي ولوبیږي،پکتیا کې ورځ تر بلې د سکيټ لوبې مینه ورځ تر بلې په ډېریدو دي او موږ یې روزنې ته لېواله یو.»

د اولمپیک ملي کمیتې مشر نظرمحمد مطمین وايي،د هېواد پر کچه د بېلابېلو لوبو لپاره د لوبغالو د کموالي ستونزه شته او د هواري لپاره یې هڅې روانې دي.

مطمین زیاته کړه:« د پکتیا له ټولو ورزشکارانو له هڅو او نمایشاتو خوشاله یم.ټولو ولایتونو کې د جمنازیومونو ستونزه  شته دی. تمه لرو،چې حل به شي.»

د سکېټ لوبه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷ کال د یوه اسټرالیایي لوبغاړي له لوري افغانستان کې معرفي شوه او اوس د هېواد پر کچه ګڼ لوبغاړي او مینه وال لري. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي
لوبې

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

اپریل 13, 2026
د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي
لوبې

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل
لوبې

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله

فبروري 12, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist