Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بهرنیو چارو وزارت: د اسلامي همکاریو سازمان ناستې پایلو ته خوشبینه یو  

admin by admin
2021/12/19

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي،د اسلامي همکاریو سازمان ناستې پایلو ته خوشبینه دی او تمه لري،چې دغه ناسته به د افغان حکومت د نړیوال رسمیت او د کنګل شویو پیسو د بيرته خلاصیدو په برخه خپل اغېز ولري.

د یاد وزارت د اقتصاد مشر شفیع اعظم وايي، دغه ناسته کولی شي دافغانستان مالي او اقتصادي نظام له سقوط وژغوري.

اعظم  زیاته کړه:« دا خپله یوه لویه لاسته راوړنه ده او لومړي سر کې زموږ د اقتصادي ستونزو د حل په مرحله  کېیوه نړیواله اجماع رامنځ ته شي او دغه سازمان کولای شي، چې پر ملګروملتونو باندې د فشار یوه اله شي،چې افغان حکومت پر رسمیت وپیژني او خپله څوکۍ ورکړي او دافغانستان د کنګل شویو پیسو له خلاصیدو سره به هم مرسته وکړي. اقتصادي نظام به له سقوط وژغورل شي.»

د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې  د افغانستان په‌ تړاو د اسلامي همکاریو د سازمان له ناستې وروسته غوښتنې دا دي،چې د نړۍ اسلامي هېوادونه دې د افغانانو د خراب اقتصادي وضیعت د مخنیوي په برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.

د پوهنتون استاد فیض ځلاند وايي، که اسلامي نړۍ د افغانستان د سیاسي بحران د حل په موخه پر ملګرو ملتونو فشار راوړي،کولای شي چې افغانستان د نړۍ له  سیاسي انزوا وباسي.

ځلاند زیاته کړه:« اسلامي هېوادونو ته زیات مسوولیت متوجه دی،ځکه د افغانستان مسلمان ولس نن له هر چا زیات بشري مرستو ته اړتیا لري،پرمختیايي پروژو په برخه کې مرستو ته ضرورت لري. په ټوله کې اسلامي نړۍ باید پر نړیوالو فشار راوړي، ترهغې چې د افغانستان د سیاسي بحران په حل کې مرسته وکړي.»

شنونکي وايي، د اسلامي همکاریو له سازمان غوښتنه دا ده،چې یوازې ناستې او خبرې د افغانستان کړکېچ نه شي حل کولی،پرته له دې چې  یاد سازمان د افغانستان اوسنی نظام پر رسمیت وپیژني.

شنونکی عزیز معارج وايي:« که چیرې د اسلامي همکاریو د سازمان غړي هېوادونه افغانستان پر رسمیت وپیژني،نو دا کار به مرسته وکړي،چې نوره نړۍ هم افغانستان پر رسمیت وپیژني او افغانانو سره اقتصادي مرستې وکړي.»

داسلامي همکاریو دسازمان ناسته کې چې په اسلام‌اباد کې ترسره شوه، د ټرویکا پروسې غړو هېوادونو اتسازو سربیره د اورپايي اتحادیې او دنړیوالو مرستندویه بنسټونو استازو هم په‌کې ګډون کړی و.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist