Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: د پکتیا صنعتي پارک جوړیدو چارې بیا پيل شوې

admin by admin
2021/11/15

د سوېل پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د صنعتي پارک چارې چې  د نا امنۍ، ځمکو د نه تصفیې او ځینو نورو لاملونو له کبله ځنډیدلې وې، مسوولین وایي، پر وړاندې یې ټولې ستونزې هوارې شوي  او د جوړېدو چارې یې پیل شوي دي. 

 د یاد ولایت والي محمد علي جان صنعت کارانو او سوداګرو ته د امنیت خوندیتوب تر څنګ ډاډ ورکړ،چې د صنعتي پارک د جوړیدو پر وړاندې به هېڅ ډول ستونزې ونه زغمي.

 جان زیاته کړه:« که د امنیت په برخه کې دي، که د صنعت په برخه کې دي او د وطن د پرمختګ په برخه کې هر څوک خنډونه جوړوي، مخنیوی  یې کوو او تاسو ته دا ډاډ درکوو.»

صنعت کاران د صنعتي پارک د چارو بیا پیل ته خوشاله دي،خو د ځمکې د بیې له لوړوالي شکایت کوي او له مسوولینو غواړي،چې پارک ته د برېښنا غځولو په اړه دې هم عملي اقدامات وکړي. 

صنعت کار فضل الدین جلالزی وايي:« لوی ستونزه د زیربنا د بیو لوړوالی دی، صنعت کاران څه کورونا وبا او څه وروستیو تحولاتو ځپلي دي. زموږ هېله دا ده،چې بیې به راټیټيې کړي.»

صنعت کار رحمت الله راشد بیا وايي:« د صنعتي پارک له پرانیستې وروسته موږ چې کومه ستونزه لرو، د برېښنا ده. له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده،چې پارک دې د برېښنا غځولو برخه کې عملي اقدامات وکړي.»

د صنعت او کانونو خونې مرستیال ظریف ګل ځدراڼ له مسوولینو د صنعت کارانو د بشپړ ملاتړ او ادارو کې د کورنیو تولیداتو د کارونې غوښتنه کوي.

ځدراڼ زیاتوي:« له کورنیو تولیداتو استفاده کول،د هر افغان دنده ده. که څوک اداره کې اوسېږي،کور یا بل ځای کې باید له کورنیو تولېدات استفاده وکړي. له صنعت کارانو په ټولییز ډول ملاتړ په کار دی.»

 د پکتیا صنعتي پارک په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي،چې د ۲۳ ملیونه افغانیو په لګښت یې د مخکني حکومت پر مهال د احاطې دیوال جوړیدو چارې پیل شوې، چې بیا وروسته له ځنډ سره مخ شوې. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist