Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل ښاروالۍ: د ښار پاکوالي او چاپیریال پاک ساتنې لپاره زرګونه کسان پر دندو ګومارل شوي

admin by admin
2021/11/13

د کابل ښاروالۍ مرستیال حمد الله نعماني وايي، د کاري فرصتونو ایجادولو،د فقر او همدا راز د خوړو کموالي سره د مخ کېدو مخنیوي په موخه د ښار ټولو حوزو کې یو نوی پروګرام پیل کړی دی.

نعماني وايي، په دې پروګرام کې دوه پروژې شاملې دي،چې یوه یې عامه پوهاوی او بل یې د ښار ویالو او کانالونو پاکوالی دی،ترڅو په ژمي کې د ورښتونو پر مهال د ویالو اوبه سړکونه بند نه کړي.

نعماني زیاته کړه:« تقریباً په دې شل کلونو کې دا کانالونه نه دي پاک شوي، ډېری وخت باراني اوبه راځي یا واورې لوېږي،د ټولو کوڅو او سړکونو حالت ورسره بدلېږي،لامل یې دا ده،چې هغه اساسي کانالونه،چې د کابل اوبه ورتوېږي ډک شوي او بند دي، نو موږ هڅه وکړه،چې دغه  پروژه د ژمي له راتګ  وړاندې پيل کړو او کار وکړو.»

نعماني وايي،د ویالو او کانالونو پاکوالي لپاره یې  ۲۱۱۸ نارینه ګومارلي او د عامه پوهاوي لپاره یې ۱۸۰۳ تنه ښځینه کارکوونکې ګومارلي،چې د ښاروالۍ له تنخوا سربېره به هره ورځ في نفر ته لس کیلو غنم هم ورکول کېږي.

نعماني د عامه پوهاوي برنامه اغېزمنه بولي او زیاتوي،چې ښځینه کارکوونکې به یې کور په کور خلکو ته په دې تړاو پوهاوی ورکړي، خځلې او نور کثافات باید څه ډول راټول او چېرته واچوي.

نعماني وايي:«موږ یو بله پروژه په را روان وخت کې په کار اچولې ده،چې هغه بېرته دغه کثافات چې له کورونو راټولېږي له یو شرکت سره مو خبرې روانې کړي،چې دا بیرته په کوډ باندې بدل کړو،نو هغه چې تر څو د کثافت دانیو تفکیک او توپیر ونه شي  کړی، دا کار ممکن نه دی او هغه دومره لویه پروژه ده،چې د عاید له پلوه امکان شته دی،چې زموږ د تنظیف ریاست ټول لګښت ورکړي.»

د کابل ښاروالۍ د ښار پاکوالي کې له ښاریانو نه د همکارۍ غوښتنه کړې او د ښار پاکوالی د ټولو ګډ مسوولیت بولي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist