که څه هم وړاندې افغان سوداګرو په هېواد کي د پانګوني په برخه کي زړه نه ښه کاوه،خو تازه یو شمیر افغان سوداګرو له متحده عرب اماراتو راغلي، چې غواړي، په هېواد کي پانګونه وکړي.
افغان سوداګر شاه محمد شهاب وايي:« د دې پر ځای چې نن موږ نورو هېوادونو ته ځو، انشاء الله په نږدې وخت کې به تاسو وګورئ،چې د نورو هېوادونو خلک به دلته راځي او پانګونه به کوي. زموږ او تاسو هېواد په جوړولو کې به راسره مرسته کوي.»
دغه سوداګر وايي، لومړی به په بېلابېلو برخو کي سروې کوي او بیا وروسته پانګونه کوي او له اسلامي امارته غواړي،چي د پیسو لېږد رالېږد ستونزه ورته حل کړي.
افغان سوداګر غازي محمد وايي:« موږ ملي تجاران یو. وړاندې له موږ سره دا وېره وه،چې څوک به رانه پيسې واخلي، اختطاف به مو کړي. الحمد الله اوس په پراخه غاړه راغلی یم. زه د خوست ولایت یم، تر خوسته پورې په همدې جامو کې ځم. اوس له ما سره وېره نه شته دی. »
افغان سوداګر شاه محمد شهاب وايي:« له اسلامي امارته غواړم،چې سوداګرو ته پام وکړي. د سوداګرو د پیسو لېږد رالېږد ستونزه ورته هواره کړي.»
اسلامي امارت بیا د هغو سوداګرو هرکلی کوي،چي له بهره راغلي او د پانګوني په برخه کي یې د امنیت ډاډ ورکوي.