د صنعت کارانو ټولنې مشر عبدالجبار صافی وايي:« دوه پوړیزه کلینیک دی،چې څلور خونې په سر او څلور لاندې لري، لس بستریز چې عاجلې مرستې به کوي او که څوک ټپي کېږي دلته به وي چې مهمه یې او پي ډي ده.»
صنعت کاران وایي، ډېرې نورې ستونزې هم لري،چې باید اسلامي امارت یې ورته حل کړي.
صنعت کاران له رسنیو، خلکو او امارت غواړي،چې ملاتړ یې وکړي، له خپلو کورنیو تولیداتو ګټه پورته کړي او په اعلاناتو کې ځانګړی تخفیف ورکړي.
د صنعت کارانو ټولنې مشر عبدالجبار صافی وايي:« خپل کورني تولیداتو اعلاناتو ته تخفیف ورکړئ او دا به په مشترکه یوه جلسه نیسو.ټول شرکتونه به تاسو ته خپل اعلانات درکړي،چې هم تاسې ترې ګټه پورته کړئ او هم موږ.»
د کانونو او صنایعو خونې مشر شیرباز کمین زاده وايي:« زموږ او تاسې امنیت اوس تامین دی،که خدای کول ورو ورو به حالت ښه کېږي،څوک مو اختطاف کولی نه شي، رشوت راڅخه نه شي غوښتی قاچاق نه شي کولی او بد امني نه شي کولی.»
اسلامي امارت صنعت کارانو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ،چې د پانګونې لپاره به ځمکه ورکوي،د قاچاق مخه به نیسي، امنیت به یې خوندي کوي، فساد به ختموي او هر اړخېز ملاتړ به یې کوي.
سوداګر او پانګوال وایي،امارت دې ورته د بانکونو سیستم کې هم اسانتیاوې رامنځته کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر محمد یونس مومند وايي:« د بانکو مدیریت،چې تقریبا یوه میاشت د مخه وشو، دا ښه مدېریت و،دویم مدیریت هم ښه و درېیم او څلورم کې موږ هڅه کوو،چې بانکونه عادي حالت ته راوګرځي.»
ملي سوداګر شاه محمد شهاب وايي:« راځئ! ټول دا ملت په خپله جوړ کړو. زموږ او تاسې دا ملت بل څوک نه جوړوي،هغه څوک چې راځي،هغوی خپل مقصدونه لري او هغه موږ او تاسې د غیر مستقیمو لارو له پښو غورځوي.»
دلته صنعت کارانو ته سپارښتنه وشوه چې کیفیت ته پاملرنه زیاته کړي او له خلکو غوښتنه وشوه چې له صبر او همت کار واخلي او په لنډ وخت کې به ټولې ستونزې حل شي.