Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هند کې د افغانستان په اړه ناسته جوړېږي

admin by admin
2021/11/06

ټاکل شوې ده،د سیمې پر کچه د ملي  امنیت شورا سلاکارانو  ناسته د روانې نومبر میاشتې پر ۱۷ نېټه په نوې ډهلي کې جوړېږي. 

تحلیل کوونکي دې ناستې ته خوشبین نه دي او په باور یې دغه ناسته د رسمیت پیژندنې په برخه کې له افغانستان سره هېڅ ډول مرسته نه شي کولای او کوربه هېواد به په‌ کې خپلې ګټې تعقیب کړي.

 دوی وايي، هند له پاکستان سره په تقابل کې دی او اوس غواړي،چې د افغانستان له بحران نه پر نړیواله کچه ګټه واخلي.

تحلیل کوونکی طارق فرهادي وايي:«هند په دې لټه کې دی،چې له پاکستان سره په تقابل کې څنګه کولای شي،چې د افغانستان بحران نه څه ډول نړیواله ګټه واخلي او دا ناسته د هند او پاکستان تقابلي موضوع ده. دغه ناسته چې په دې ډول تشکیل کېږي،د افغانستان لپاره به کومه ګټه ونه لري.»

تحلیل کوونکي وايي،د افغانستان په تړاو هره ناسته،چې جوړېږي،هغه مهال ګټوره وي،چې اجنډا یې له اسلامي امارت سره په سلا او مشوره ترتیب شوې وي او همدا راز د ګډون بلنه هم ورکړل شي.

تحلیل کوونکی عبدالحق حماد وايي:« د افغانستان په اړه هره ناسته او غونډه چې په هغه صورت کې چې د اجنډا په اړه یې د افغانستان له اسلامي امارت سره مشوره شوې وي اواسلامي امارت ته په کې د ګډون بلنه ورکړل شوي وي،ډېره ګټوره ده،ځکه نړۍ هم دې ته ضرورت لري اوافغانستان هم.»

په دغه ناسته کې دافغانستان د ګډون په تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي .

تحلیل کوونکي وايي، که یادې ناستې ته د اسلامي امارت  پلاوی ور وبلل شي، د تهران ناستې په پرتله به اغیزمنه وي.

دوی  ټینګار کوي،چې افغان لوری دې هم دې ناستې ته لازم تدابیرونیسي.

سیاسي فعال ډاکټر داوود میره کی وايي:« ایا ناسته د دې لپاره جوړ شوې،چې یو ډول د افغانستان د رسمیت پیژندنې لپاره کار وشي او که همداسې وي،چې د هند د ناستې موخه همدا وي،نو باید ورته پلان جوړ شي او ستراتیژي ورته برابره شي او په کې د هندوستان هیلې هم په نظر کې ونیول شي او د دې لپاره باید یو ټیم جوړ شوي او کار پرې وکړي.»

هندي رسنیو خبر ورکړی دی،چې دهند په ناسته کې به  د سیمې هېوادونو لوړپوړي چارواکي برخه واخلي او د افغانستان په وروستیو تحولاتو به بحث او خبرې وکړي،خو پاکستان په دغه ناسته کې خپل ګډون رد کړی او اسلامي امارت ته تر اوسه پورې بلنه نه ده ورکړل شوې.

 چین هم لا تراوسه مثبت ځواب نه دی ورکړی، ایران او روسیې بیا په ناسته کې د ګډون سر ښورولی دی .

له دې وړاندې په مسکو او تهران کې هم د افغانستان په تړاو ناستې جوړې شوې وې،خو څرګندې پایلې یې  نه دي  ورکړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist