Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د بریټانیا دفاع وزیر: افغانستان کې د ناټو  ډيپلوماټکې هڅې هم ناکامې دي

admin by admin
2021/10/28

د بریټانیا دفاع وزیر بن والاس د چهارشبنې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د لړم پر ۵ مه»  د پارلمان دفاعي کمیټې ورغوښتی و او هلته یې له افغانستانه د ځواکونو د اېستلو په اړه  جزئیات ورکړل.

بن والاس وايي، د ناټو  پوځي شتون  له پای ته رسېدو سره د هغوی ډيپلوماټکې هڅې هم په افغانستان کې ناکامې شوې.

والاس وايي، که لوېدیځ په افغانستان کې ملامته کېږي، نو له پوځي پلوه د ناکامۍ لپاره به نه ملامته کېږي، خو ډېرې نیوکې پرې د دې لپاره کېږي، چې له بې پلانه وتلو سره یې طالبان پر افغانستان حاکم شول.

والاس زیاته کړې:« زه فکر نه کوم، چې موږ په افغانستان کې ماته خوړلې ده. زه فکر کوم، چې په کومه پیاوړتیا موږ هلته وو او هلته مو خپل حضور ته دوام ورکړای وای نو حالات به بل ډول و، خو زموږ تصمیم راوتل و او ناکامي نه وه.»

هغه وویل، دغه ځواک افغانستان کې دې لپاره پاتې شوی و، چې د سیاسي بهیر او سیاسي هلو ځلو خوندیتوب لپاره کار وکړي، خو کله چې هغوی هلته خپل پوځي شتون پای ته ورسوه، نو سیاسي حضور یې هم بې ګټې شو.

والاس زیاتوي:«ناټو هلته وه او د خپل شتون پر مهال یې کولای شول، د سیاسي هلو ځلو ملاتړ وکړي، خو هغوی په دې کې ناکام شول. زموږ ځواکونه تر ډېره هلته وو او کولای یې شول، چې د سیاسي ماحول امنیت ونیسي. خو کله چې ناټو خپل ځواکونه راوېستل، نو موږ فکر کاوه، چې سیاسي او ډيپلوماټیکې هڅې به دوام وکړي، خو هغوی بیا هېڅ ګټه ونه کړه او بې اغیزه شوې. له دې سره د لوېدیځو تصمیم هم له ناکامۍ سره مخ شو.»

بن والاس زیاته کړې ده، چې د ناټو دغه دریځ اوس د ناټو غړي هېوادونه او په ځانګړې توګه لوېدیځ له ډېرو پوښتنو سره مخ کړي دي.

هغه په دې نظر دی، چې ناټو په ۲۰۱۴ کال کې له پوځي پلوه خپل لاس له افغان جګړې اېستلی و او یوازې روزنه یې کوله، خو له سیاسي پلوه هم هغه مهال له افغانستانه ووتل، چې په ۲۰۲۰ کال کې د ټرمپ حکومت په دوحه کې له طالب مشرانو سره هوکړه لاسلیک کړه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist