Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل ښاریان: د خوراکي او سون توکو بیې لوړې دي

admin by admin
2021/10/26

په داسې حال کې چې د سوداګرۍ او ترانزیټ برخه کې یو لړ ستونزې حل شوي او دا مهال هېواد ته د وارداتو لړۍ عادي حالت ته ګرځېدلې،خو په بازارونو کې د لومړنیو  توکو بیو کې د پام وړ کموالی نه دی راغلی.

کابل ښاریان وايي، تمه یې لرله،چې مسوولین به پر بازار کنټرول زیات کړي او د خوراکي توکو بیې به راټیټې کړي،خو په وینا یې هر څه برعکس روان دي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی  وايي:« موږ هېله لرله،چې بیې به راټيټې شي، اوس ورځ پر ورځ بیې پر لوړېدو دي. پرون ما خپله اوړه نه درلودل. موږ ته یې دوه زره يونيم سل، دوه زره او دوه سوه افغانۍ یې  بیه وویله.»

کابل ښار کې د اوړو او غوړيو د لويو ګودامونو مالکين بيا د بیو لوړوالی او ټېټوالی د امریکايي ډالرو د لوړېدو پورې تړي.

د کابل ښار یو تن هټۍ وال وايي:« مخکې چې کومه بیه  کم شوې وه، لوی لامل يې د ډالرو لوړېدل و، يانې ډالر په ۸۹ و او اوس وخت کې په ۹۰ دی.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ خونې فدراسیون سرپرست خان جان الکوزی وايي، د ځينو توکو  بيې پر نړيواله کچه لوړې شوي او یو لامل یې د ډالرو ارزښټ لوړېدل دي.

الکوزی زیاتوي:« نن چې اوړه ۴۴۰ ته پورته شول، نو په دې خاطر ۳۰ ډالره په ټن کې جېګ لاړل، نو په دې کې هم بالاخره ورو ورو توپير راځي، د غوړيو مسله هم همداسې ده، بدبختانه چې نرخ په جهان کې لوړ دی. دا نن چې تاسو په ماليزيا کې وګورئ، نو په ۱۳۷۰ ډالر في ټن غوړي دي.»

الکوزی وايي، که اسلامي امارت له هېوادونو سره د خوراکي توکو لوی قراردادونه وکړي لیرې نه ده،چې د توکو بیې پخواني حالت ته وګرځي.

هغه زیاته کړه:« بله لاره یې د اموالو رانیول دي، خو دولت يې وس نه لري، دولت باید اموال پر لوړ قيمت راونيسي او پر ټيټه بیه یې خلکو ته توضيح کړي.»

يوازې د خوارکي توکو لوړې بيې نه دي،چې خلک یې له لوړو بیو شکايت لري، له دې سربیره د ژمي په رارسېدو سره کابل ښار کې د سون توکو بیې هم لوړ شوي،چې ډېری ښاریان یې د اخېستلو وس نه لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist