Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

قطر کې د افغانستان او چین ترمنځ مذاکرات پیل شوي

admin by admin
2021/10/26

د قطر پلازمېنه  دوحه کې نن سه شنبه د « ۱۴۰۰ کال د لړم  پر ۴ مه»   د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو له چینايي پلاوي سره لېدنه کړې.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، دغه لیدنه د رئیس الوزا د مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګي سره شوې او د دواړوهیوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا او اقتصادي مسایلو په‌کې  بحث او خبرې شوي.

بلال وايي، د بهرنیو چارو چارسمبالي  وزیر امیر خان متقي  هم خپل چینايي سیال سره لیدلي او ترمنځ یې پر ورته موضوعاتو خبرې شوي دي.

کریمي زیاتوي:« په دغې کتنه کې د دواړو هېوادونوترمنځ په قوي روابطو، سیاسي، اقتصادي او نورو مهمو موضوعاتو خبرې وشوې. همدا راز نن سهار هم د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پر مشرۍ هئیت هم د چین دبهرنیو چارو وزیر پر مشرۍ راغلی هئیت سره لېدنه وکړه، چې په کې پر سیاسي او اقتصادي موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.»

د افغانستان ګاونډی چین هېواد هغه هېواد چې دسیمې او نړۍ له شلو سترو صنعتي او زبرځواکو هېوادونو څخه بلل کېږي، په افغانستان کې د امریکا له پوځي حضور پاېته رسېدو سره ورسوته یې کابل سره  اړیکې نږدې شوې دي.

د سیاسي چجارو شنونکي په دې باور دي،چې د چین او روسیې وروستیو هلو ځلو او د کابل په تړاو د بیجینګ او مسکو ناستو ښه پایله ورکړې او تمه کېږي،چې دغه دواړه هېوادونه او په ځانګړي توګه چین به لومړی هېواد وي،چې د افغانستان نوی نظام پر رسمیت وپیژني.

شنونکي عبدالحق حماد وايي:« ظاهرآ داسې مالومیږي،چې دوي دواړه غواړي،له  اوسنیو فعالیتونو او کنفرانسونو څخه یې داسې ښکاري،چې دافغانستان له نوي نظام سره کار وکړي. تمه داسې ده،چې دغه دواړه هېوادونه روسیه او چین به نسبت له نورو د افغانستان اسلامي امارت ژر پر رسمیت وپیژني.»

خو کتونکي بیا په دې باور دي،که اسلامي امارت د امریکا او چین ترمنځ دغه نسبي او غیر رسمي اړیکو توازن په سمه توګه مدیریت نه کړي، نو  د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ رقابت به د افغانستان کړکیچ لا پېچلی  کړي او دا به د هېواد پر زیان وي.

قطر د اسلامي امارت ته له نړیوالو سره د خبرو لپاره د مذاکراتو پر ستر سټیج بدل شوی او نږدې خپله ټوله بهرنۍ پالیسي له همدې دریځ پرمخ بیايي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist