Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ملگرو ملتونو خبرداری؛ افغانستان کې میلیونونه خلک له لوږې سره مخ دي

admin by admin
2021/10/26

د ملگرو ملتونو د خوړو نړیوال پروگرام مسوولینو ویلي،د افغانستان ۲۲ اعشاریه اته میلیونه وګړي فقر او لوږې سره مخ  دي. 

د یاد پروګرام اجرائیه مشر ډیویډ بیزلي له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې  ویلي، د بیوزله کسانو دا شمېر یوازې ۱۴ میلیونه و،خو د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له ۲۲ میلیونو هم اوښتی دی.

بیزلي  اندېښنه ښودلې،که اړمنو افغانانو ته بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، د ژمي ترپایه به زیاتې کورنۍ د سړې هوا او لوږې له امله خپل ماشومان له لاسه ورکړي.

بیزلي زیاته کړې:«هغه څه،چې موږ یې اوس وړاندوینه کوو،په ډېرې چټکۍ سره په حقیقت بدلیږي. کابل د ټولو د تمې خلاف ډېر زر راوپرځېد او اقتصادي سقوط بیا له هغې هم په چټکی سره  پر ځوړ روان دی.»

د خوړو نړېوال پروګرام دا لوړپوړی چارواکی وړاندیز کوي،چې افغانستان سره د پراختیایي برخې مرستې باید بېرته بشري مرستو ته ځانګړې شي او د افغانستان کنګل شوې پیسې باید د دې پروګرام لخوا ولګول شي.

  د خوړو پروګرام سربېره د نړۍ نور ګڼ مرستندویه سازمانونه هم په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره له نړېوالې ټولنې غواړي،چې له طالبانو سره تعامل وکړي.

ډیویډ بیزلي وايي:« نړېواله ټولنه باید څومره ژر چې کېږي،دا پیسې خوشې کړي،تر څو خلک ژوندي پاتې شي. زه فکر نه کوم،چې د نړۍ مشرانو دې دا ډول ناورینونو ته پام وي. د مرکزي آسیا په ګډون په افریقا او مرکزي امریکا کې هم بشري ناورینونه رامنځته کېدونکي دي.»

د خوړو نړېوال پروګرام همداراز خبرداری ورکړی دی،که د افغانستان بشري ناورین ته پام ونه شي وګړي به یې د سوریې په برخلیک اخته شي او په ډله ییز ډول به کډوالۍ ته مجبور شي،چې اروپایي لویه وچه یې هم له منفي اغیزو خوندي نه شي پاتې کیدای. 

 یاد پروګرام یوازې څو ورځې وروسته له هغې دا وړاندوینه کوي،چې له دې مخکې د پیسو نړېوال صندوق د افغانستان اقتصاد د دېرش سلنې رکود خبره کړې وه،چې په وینا یې بشري ناورین زیږولی شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist