Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بلخ اوسېدونکي: د خوراکي توکو بیې  نه دې ټیټې شوي 

admin by admin
2021/10/26

حيرتان بندر کې د سوداګرۍ عادي کېدو او سوداګرو ته د يو لړ اسانتياوو له  رامنځته سره سره لاهم په  بلخ ولایت کې  د خوراکي توکو بیې د  پام وړ نه دي راټيټ شوي. 

د بلخ اوسېدونکي شکايت کوي،چې د ژمي په را رسېدو، د کار نشتون او د خوراکي توکو د لوړو بیو  له امله له ګڼو ستونز سره مخ شوي دي. 

دوی وایي، له  اسلامي امارته غواړي،چې ستونزو ته یې  پر وخت رسېدنه وکړي. 

د مزارشريف اوسېدونکی سخي داد وايي:« له يوې خوا یخني را روانه ده، بل خوا لوږه ده،خلک ډوډۍ نه لري، یو شمېر خلک ښايي تلف شي.نو زموږ غوښتنه دا ده،چې د خلکو لاسنيوی دې وشي.»

د مزارشريف یو بل اوسېدونکی راز محمد وايي:« خلک له  ستونزو سره مخ دي، د سون او خوراکي توکي بايد ارزانه شي. کار چې نه وي خلک، څه وکړي، اوس هم ځوانان روان دي، بهرنيو هېوادونو ته  ځي.» 

له دې سره مزارشريف ښار کې يو شمېر هټۍ وال وايي، په تېرو څو ورځو کې يوازې د اوړو بیه  په يوه بورۍ کې ۲۵۰ افغانۍ راټيټ شوی او د نورو خوراکي توکو بیې  پر خپل ځای دی. 

مزار شریف ښار کې یو هټۍ وال عبدالکري وايي:« زموږ غوښتنه دا ده،چې خوراکي توکي بايد ارزانه شي، د خلکو پيسې بايد په بانکونو کې خلاصې شي او خلک بايد خپل کاروبار ته  مخه وکړي.»

یو بل هټۍ وال رحمت الله بیا وايي:« حکومت مسوول دی،چې نرخنامې وټاکي. په بازارونو کنټرول ولري او تجارتي اموالو د کيفيت په اړه اقدامات وکړي.»

په ورته مهال د بلخ صنعت سوداګرۍ خونې  د اړیکو مسوول حسن انصاري وايي، د سوداګرو اوسني واردات تر ډېره د پخوانيو قرادادونو له مخې اجرا کېږي او ه\ېله څرګندوي،چې د نويو تړونونو په کولو سره به د خوراکي توکو بیو کې کم والی راشي. 

انصاري وايي:« کوم سوداګريز اموال چې تر اوسه واردېږي،دا د پخوانيو قراردادونو اړوند دي. زموږ سوداګر هڅه کوي،چې نوي قراردادونه وکړي او له هغې  وروسته ډېره هيله مندي شته،چې د خوراکي توکو بیې نورې هم ښکته شي.»

د مزارشريف اوسېدونکي او يو شمېر هټۍ وال د ځينو سوداګرو له خوا احتکار کول د خوراکي توکو بیو  لوړېدو يو لا مل بولي او غوښتنه کوي،چې نرخنامې دې وټاکل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist