Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل ښاریان: وروستي تحول مو ورځنی ژوند سخت کړی

admin by admin
2021/10/25

د کابل  شمېر اوسېدونکي وايي، اوس یې ژوند د پخوا په شان نه دی، ورځيني لګښتونه یې کم کړي او له خصوصي ښوونځيو یې خپل ماشومان هم اېستلي دي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: «مخکې ژوند په دې ښه و، چې يانې يو څه عايد مو لاسته راوړل، ماشومان مې په خصوصي ښوونځي کې ول، هغه مې هم راتبديل کړل، ځکه چې پیسې نه لرم، صفر ته لاړم، دغه کار نه مې عوايد و، هغه هم ختم شو.»

د کابل ښار یو بل تن اوسېدونکی بیا وايي: «مخکې به مو چې ځانته کومې پیسې بېلولې، د بنډار لپاره، د ملګرو د چکر له پاره، متاسفانه چې اوس نه کېږی، اوس هغه پیسې د کور د مصارفو له پاره جدا کوو، ځکه مخکې کار ښه و، موږ به چې لږ دوکانداري هم وکړله، نو دواړه ضرورتونه به پوره کېدل، اوس تقريبا وخت هم ډېر ورکوو، دوکاندارۍ ته خو هغسې دوکانداري نشته دی.»

ځينې نور بيا وايي، پخوا يې روزګار ښه و، سپما به یې کوله، ورځيني لګښتونه یې زیات وو او د کورنۍ غړي به یې تفرېحي ځایونو ته وړل، خو اوس نه یوازې دا چې سپما نه شي کولی، ورځيني لګښتونه هم نه شي پوره کولی.

د کابل  ښار یو تن اوسېدونکی وايي: «ګټه کمه شوې ده، په ورځينې ژوند کې او په مصارفو کې اوس ډېر دقت کوو، هغه مصارف اوس نه کوو، چې تر دې وړاندې مو کاوه، فقط دقت په مصارفو کې کوو او ضرورت رفع کوو.»

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« مخکې ډېره ښه وه، دوه نیم سوه روپۍ به چې شوې تقريبا دا پنځوس ډالر به زموږ شخصي جامې شوې، جيمپر شو، بوټان شو، په دې شیانو مصرف کېدلې، دوه سوه روپۍ به مو چې کورته يوړلې، نو د کور د خوراک توکي به ورباندې کېدل.»

دا تغير يوازې د کابل ښاریانو په ژوند کې نه دی راغلی، بلکې د وروستي سياسي تحول او پر افغانستان د ا قتصادي بندیزونو له امله د هر افغان ژوند اغیزمن شوی او زیات یې ښې راتلونکې ته هېڅ هېله‌مندي نه لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist